ويښته مو ولې تویيږي؟

دا د هرچا هیله وي چې ښایسته ويښته ولري او بې وخته یې کوپړۍ له ويښتو خالي نه شي. خو موږ ډیره کله له ويښتو سره داسې چلن کوو چې د رغولو پر ځای هره ورځ خپلو ویښتو ته صدمه رسوو. او همدا ددې سبب شي چې په کمه موده کې مو ويښته توی او کوپړۍ خالي شي.

 

دلته شپږ هغه تیروتنې یادوو چې خلک یې پر خپلو ويښتو د پام ساتنې پر مهال کوي او خپلو ويښتو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

 

که چیرې تاسو دا شپږ تیروتنې کوئ نو مخکې له دې چې د سر کوپړۍ مو له ويښتو خالي شي لاس ترې واخلئ.

 

۱- د ويښتو پاک نه ساتل

 

ډیر خلک پر دې باور لري چې شامپو ويښتو ته تاوان لري. که چیرې تاسو کیماوي شامپوګانې کاروئ نو بیا دا خبرې تر یو ځایه سمه ده.

 

خو که چیرې تاسو یو څه طبیعي شامپوګانې په منظمه توګه وکاروئ داسې چې نه ډیرې او نه کمې او خپل ويښته پاک وساتئ دا د ويښتو له سلامتۍ سره ډيره مرسته کوي.

 

۲- د لمدو ويښتانو ګمنځول

 

ځینې ددې لپاره چې ويښته یې ښه ګومنځ شي یا یو ډول ځانګړی قات واخلي چې دوی یې غواړي نو لامده ويښتان ګمنځوي. د لمدو ويښتانو ګمنځول داسې دي لکه تاسو چې خپل ويښته په لوی لاس له خپلې کوپړۍ د تل لپاره وباسۍ.

 

له دې سره د ويښتو بیخونه زیانمنیږي او ورو ورو یې تویدو ته لاره هواریږي. د لمدو ويښتانو په ږمنځولو، تاسو ښه، قوي او ان نوي ويښته ماتوئ او له منځه یې وړئ.

 

۳- په ډرایر ( ويښته وچوونکي) د ویښتانو وچول

 

که چېرې تاسو هره ورځ په ويښته وچوونکي (Dryer )خپل ويښته وچوئ نو تاسو خپلو ويښتو ته نه جبرانیدونکی تاوان اړوئ. هر څومره چې ممکنه وي، د ويښتو د وچولو لپاره له برقي ويښته وچونکي کار مه اخلۍ او هڅه وکړۍ پر یو نرم دسمال او یا ځان وچي کې خپل ويښته د یو څه وخت لپاره ونغاړۍ څو په طبیعي توګه وچ شي.

 

۴- د ويښتو رنګول

 

د ويښتو رنګول ښايي د معاصر فیشن یوه برخه ګرځیدلې وي. خو رنګونه له کیماوي موادو جوړ دي او دا کیماوي مواد ستاسو د ويښتو دښمنان دي. نه یوازې رنګونه بلکې که تاسو خپل ويښته له نورو کیماوي موادو، لکه سپری ګانو، د سټایل له کریمونو او ډول ډول جیلونو لرې وساتئ نو ستاسو ويښته به ستاسو ډیره منندوی وي.

 

۵ – د ويښتو د کنډیشنر نه کارول

 

خپل ويښته د ښه کیفیت لرونکي کنډیشنر یا ( نرمونکي تیلو) په وسیله مرطوب وساتۍ. د ويښتو د نرم ساتلو لپاره طبیعي تیل کارول ډیره مرسته کوي. هغه هم په داسې هوا کې چې ککړه او کردجنه وي. که طبیعي باکیفیته کنډیشنر ونه کاروئ ستاسو ویښته له یوې ورځې بلې زیانمنیږي.

 

۶- اوږده ويښتان

 

اوږده ويښته به ښه ښکاري، خو له حده زیاته د ويښتو اوږدول د ويښتو پر رېښو فشار زیاتوي او د وخت په تیریدو یې د غورځیدو خطر زیاتیږي. که چیرې ستاسو ویښته ډير ځي او د ويښتو ورځنۍ پاملرنې ته هم ډیر وخت نه لرۍ نو دا غوره ده چې ويښته مو لنډ کړۍ. دا به ستاو د ویښتانو له سلامتۍ سره ډیره مرسته وکړي.