د نړۍ په کچه د پيغام لېږنې تر ټولو مشهوره اداره وټساپ وايي، داسې فیچر خپلو کاروونکیو ته وړاندې کوي چې تر خطر پېښېدو وړاندې یې خبر کړي.
وټساپ وايي، دا کار به مرسته وکړي چې له ځينو افواهاتو، دروغ خبرونو او اوازو، د دوی کاروونکي خوندي پاتې شي.
دا فیچر یوازې تاسې خبروي چې کوم خبر سم، کوم جعلي او کوم یو یوازې اوازه ده.
د دې فیچر نوم Suspicious Link دی چې د کمپنۍ لهخوا په خودکار ډول تاسې ته د یوه ګروپ په توګه مالومات در کوي.
دغه پروګرام به پر سيمه د ځينو راتلونکيو خطرونو چې وړاندوينه او اټکل يې کېدای شي، تر نورو وړاندې تاسې ته خبر درکوي.
په دې سربېره به، د ځان ژغورنې لارې هم درښيي.
سرخط ورځپاڼه