سه شنبه , 23 اپریل 2024

ویب لاګ جوړونه اصطلاحات او لارښوونې

ویب لاګ جوړونه

مخکي له دې چي دویب لاګ جوړولو په هکله څه ولیکم  ، غواړم هغه  اصطلاحات او لغتونه چي دویب لاګ جوړولو  په وخت کي کاریږي او یاهم تاسو ورسره مخامخ کیږئ ، درته چمتو کړم ، او دهغې نه وروسته به دویب لاګ جوړولو بېلابېلي طریقې دهمدې ویب پاڼي لخوا تاسوته چمتو کړم .

ویب لاګ پوري اړوند اصطلاحات او لغتونه

Affiliate Advertising   :

تعریف : د تبلیغاتو یا تجارتي خبرتیاوو یوه برخه ده ، چي پکي دهغو اشخاصو او شرکتونو خبرتیاوي پکي خپرېږي چي د بعضو شرکتونو او اشخصاصو لخوا وبلاګ ډیزاینوونکي ته ورکول کیږي ، چي  لامله ئې د منظم مهال وېش له مخي د اعلان د خپرېدو په بدل کي پیسې تري اخلي .

دبېلګي په توګه :

دهوائي خدمتونو شرکت یو اعلان و یوه ویب لاګ (یاهم یوه ویب سایټ ) ته ورکوي ، هرکله چي یو یوزر دغه اعلان کلیکوي او دهوائي خدمتونو دشرکت  درسمي ویب پاڼي څخه یو تکټ اخلي ،نو دهر تکټ په بدل کي به هوائي شرکت هغه ویب لاګ (یا هم ویب سایټ ) ته  ټاکل سوې اندازه امتیاز ورکوي .

Archives:

تعریف  : دویب لاګ یوه برخه چي پکي پخوانۍ لیکني  او نور مواد خوندي کیږي ، آرشیف (Archives) عموماً دنیټې له مخي راځي ، یعني دهري میاشتني لیکني دهغې میاشتي په نوم راځي ، خو بعضي ئې بیا د لېبلونو ، څآنګو او پيوندونو له مخي اودل سوي وي .

Backlink:

تعریف :که تاسو خپل بلاګ په Blogger.com کي جوړکړئ ، نو هغه لینکونه چي له نورو ویب لاګونو څخه چي په Blogger.com کي جوړسوي او ستاسو دویب لاګ په یوه برخه (عموماً دنظریاتو برخه ) کي بعضي پيوندونه ئې  کارول کیږي ، هغه ته Backlinkویل کیږي .

Blog Host:

تعریف :هغه کمپنۍ چي دبلاګونو لپاره خپل سرور  کي فضا برابروي ترڅو خلک ورڅخه دبلاګ جوړوني  لپاره کار واخلي

اکثره بلاګ هاسټ کمپنۍ دوه مهم کارونه کوي ، یو داچي وړیا فضا برابروي او بل دویب لاګ جوړولو لپاره بعضي سافټ وېرونه چي هرڅوک وکولای سي په ډېري آسانۍ سره تري ګټه واخلي .

دغه اصطلاح د Blog Service Provider په نوم هم یادیږي .

Blog:

تعریف :یو ویب سایټ چي مسلسل مطالب  پکي خپرېږي   .

Blog د Weblog او Web Log په نوم هم یادیږي .

Blogger:

تعریف :هغه شخص ته ویل کیږي ، چي ویب لاګونه لیکي او یائې جوړوي .

Blogging Software Provider:

تعریف :هغه کمپنۍ چي د بلاګ جوړلو لپاره بېلابېل سافټ وېرونه جوړوي او تري حفاظت کوي .

دغه سافټ وېرونه بیا د Blogger یا بلاګ جوړونکي لخوا دویب لاګ جوړولو لپاره کارول کیږي .

مشهور بلاګ سافټوېرونه په دې ډول دي :

ورډ پریس          (WordPress)

بلاګګر                (Blogger)

ټایپډ                  (Typead)

مويبل ټایپ    (Moveable Type)

لایف جورنال  (Live Journal)

اوداسي نور …

Blogosphere :

تعریف :دپرلیکه سویو بلاګونو ټولنه او هغه  خلک چي ویب لاګونه لیکي (جوړوي) .

Blogroll:

تعریف :دلینکونو یو لست چي دبلاګګر (Blogger) لخوا دیوه ویبلاګ په ښي او یا هم کین اړخ کي لګول کیږي .

هغه غلطیانې چې د شفر یا پاسورډ ټاکلو پر مهال تکرارېږي

رقم جوړؤنکي وسایل Digitizing the Real World

د ویبپاڼو لوستل په نالیکه (Offline) توګه:

Comment:

تعریف :دویبلاګ یوه برخه چیري چي لوستونکي خپل نظریات دیوه مطلب او یاهم خپله ویب لاګ په اړه لیکي ، عموماً دنظر ورکولو ځای دیوه مطلب لاندي وي.

CSS:

تعریف :دCSS توري له Cascading Style Sheets څخه اخیستل سوي  ، چي دپروګرام لیکلویوه ژبه ده ، د CSS کارونه ترډېره د یوه مطلب دښکلا لپاره وي ، دبېلګي په توګه ، کله چي وغواړو یوه مطلب ته بېلابېل رنګونه ، شاځمکي ، کرښي او داسي نور … ورکړو، نو له دې پروګرام څخه کار اخلو .

Domain Name:

تعریف : دurl  یوه برخه چي دویب سایټ نوم وړاندي  کوي ،  دیوه ډومین په لومړي سرکي “www” توري راځي او دهغې نه وروسته یو نوم ، او دنوم وروسته بیا Com، Org، Edu ، tv، af او داسي نور ورستاړي راځي .

بېلګه :

www.wasiweb.com

Guest Blogging:

تعریف :هغه لیکني یا مطالب چي له یوه ویب لاګ نه بل ویب لاګ کي خپریږي ، ودې ته ګیسټ بلاګینګ ویل کیږي .

مثال په یوه  ویب لاګ کي لیکني مخکي له مخکي خپرې سوي وي  ، او اوس یو بل ویب لاګ غواړي چي هغه لیکني خپل په ویب لاګ کي خپرې کړي ، دغه کار ته ګیسټ بلاګینګ ویل کیږي ، ځکه  هغه ویب لا ګ چي لیکني خپره وي ، هغه کوربه او هغه ویب لاګ چي لیکني تري اخیستل کیږي هغه دمېلمه خاصیت لري .

Home Page:

تعریف :دیوه ویب سایټ یا ویب لاګ لومړۍ پاڼه چي په پښتو ژبه ورته کورپاڼه ویلی سو، کله چي یوشخص  دلومړي ځل لپاره دیوه ویب سایټ او یا ویب لاګ ادرس ټایپوي ، لومړنۍ پاڼه چي راخلاصیږي ، هغه ته هوم پېچ (Home Page) ویل کیږي .

HTML:

تعریف :د HTML  توري له Hypertext Markup Language کلیمو څخه اخیستل سوي چي دویب سایټ جوړلویوه ژبه ګڼل کیږي .

دغه ژبه ترډېره په ټګونو (Tags) تکیه کوي .

بېلګه :

<   p >

Keyword:

تعریف :کیورډ یو لغت یا عبارت دئ چي دلټون ماشینونو په ذریعه پېژندل سوي دي ، کله چي یو کس ګوګل کي کوم لغت ټایپوي ، دهم هغه لغت اړوند ویب پاڼي یا بلاګونه ورته ښکاره کوي .

یوه بېلګه :کله چي یو لغت تاسو په یوه سرچ انجین کي ورکوئ ، هغه سرچ انجین کوښښ کوي چي ستاسو ویب لاګ یا ویب سایټ سکن کړي ، او دهغه لغت په اساس ستاسو پاڼه لیدونکو ته ښکاره کوي .

Link:

تعریف :ددوو ویب پاڼو ترمنځ پیوند ته ویل کیږي . هغه لینک چي تاسو ئې خپل  په ویب سایټ کي کاروئ  هغه ته Outbound لینک او هغه لینک چي  دبل ویب سایټ څخه خپل په ویب سایټ کي کاروئ هغه ته Inbound  لینک ویل کیږي .

دغه ډول لینکونه د HyperLink په نامه هم یادیږي .

Merchandising Sites:

تعریف :ویب سایټونه چي له مخي ئې خلک اموال رانیسي . (تجارتي ویب پاڼي)

لکه : کالي ، قالیني ، کتابونه  او داسي نور …