ویښتان مو تویېږي؟دغه لار وازمایئ!

د ویښته تویېدل یو له هغو ستونز څخه دی چې په نارینه او ښځو کې د اندیښنې لامل ګرځي او هر وخت يي په اړه فکر کوي خو وارخطا کیږئ مه ځکه داسې طریقې او لارې شتون لري چې په مرسته يي انسان کولی شي خپل ویښته له تویېدو څخه وژغوري.

دلته مو له هغو ټکو سره اشنا کوو چې د غوره ویښته لرل او له تویېدو څخه يي مخنیوی کولو کې مو ډیره زیاته مرسته کولی شي:

غوره خواړه:

هر څه چې خورو په مستقیم ډول زمونږ په ویښته هم اثر کوي نو له همدې د غیر صحي خوړو خوړل د ویښتانو د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا باید کوښښ وشي هغه خواړه انتخاب شي زیات شمیر ګټور مواد، ویټامینونه او منرالونه ولري.

ذهني خپګان:

په اوسنۍ وخت کې زیات شمیر خلک د مختلفو لاملونو له امله په ذهني خپګان اخته دي کوم چې د بدن نورو برخو سربیره په ویښتانو هم منفي اغیز لري. ذهني خپګان د ویښتانو کمزوری کولو سره د ویښته د تویېدو لامل ګرځي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا انسان خپل ذهني خپګان له ملګرو سره مجلس، ورزش او ځینو نورو طریقو سره کمولی شي. روغتیا لپاره ګټور مصروفیت خپل کړئ، له ملګرو سره مجلس وکړئ، یوه غوره کتاب مطالعه کړئ ځکه چې ذهني خپګان له منځه وړل له نورو ډیرو ګټو سربیره د ویښته له تویېدو څخه هم مخنیوی کوي.

ویښتانو ته ځانګړی پاملرنه:

خپل ویښتانو ساتلو لپاره شامپو یا کنډیشنر وکاروئ. کوښښ وکړئ د یوې کمپنۍ تولید د اوږدې مودې لپاره وکاروئ. په ویښتانو مناسب غوړ یا تیل ولګوئ ځکه چې دغه عمل د ویښتانو ساتنه او له تویېدو څخه يي مخنیوی کوي.

خپل ویښتان پټ کړئ:

هغه کسان چې په لمر او دوړه لروونکې سیمو کې ډیر ګرځي باید له مناسبې طریقې سره خپل ویښته پټ کړي. خاوره، لوګۍ او د لمر وړانګې د ویښتانو تر ټولو ستر دښمن ګڼل کیږي نو له همدې امله ویښته پټول ویښته له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلو سره يي له تویېدو څخه مخنیوی کوي.