يوه پخوانۍ جوړه بيا زاړه يادونه تازه کوي

د هندي سېنما یا بالیووډ مشهوره جوړه چې کلونه یې پر زړونو راج وچلاوه او د یوې ښایستې جوړې نوم یې ګټلی و، یو ځل بیا د سېنما پر پرده راڅرګندېږي او زاړه یادونه تازه کوي.

جوهي چاوله او شاه‌رخ خان په ډر، راجو بن ګیا جنټل مېن، پھربھی دل هې هندوستاني او یس باس په څېر بریاليو فلمونو کې یو ځای لوبېدلي، خو په بالیووډ کې چې جوهي چاوله خپل مقام له لاسه ورکړ، دا جوړه کنډو شوه، اما اوس تازه هدایت کار انند لال رای زړه ښه کړی چې دواړه بیا یو ځل په یوه فلم کې ولوبوي.

که څه هم تر اوسه د دې فلم نوم او سناریو نه ده خپره شوې، خو هندي رسنۍ لیکي، دوی دواړه به ډېر ژر په یوه فلم کې کار پیل او د خپلو مینه‌والو تنده به ماته کړي.