يو داسې کمپيوټر چې تاسو يې تصور هم نه شئ کولی

نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، په ټکنالوژۍ او ساينس برخه کې هره ورځ انقلاب راځي. نړۍ کې خلک هڅې کوي چې داسې څه جوړ کړي چې نوره نړۍ ورته حيرانه شي.

تازه يوې جاپانۍ کمپنۍ له لرګي کمپيوټر جوړ کړی دی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دا ټکنالوژي په امریکا، اروپايي هېوادونو او جاپان لپاره جوړ شوې، خو په حقیقت کې یوه برېښنايي کنټرول سيسټم تخته ده چې هر ډول ډیټا پکې ښکاري.

د دې لمسي تختې په وسیله والدین کولای شي له خپلو ماشومانو سره اړیکه ونیسي او د خپل کور مالیه هم ورته په کې ښکاره شي.