ټاکل شوې نن په چین کې د شانګهای غړو هیوادونو غونډه پېل شي

ټاکل شوې نن د شانګهای غونډه کې د یو لړ اقتصادي او سیاسي مساېلو په اړه د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې تبادله شي.

شانګهای سازمان  کلنۍ غونډه په داسې حال کې پیلیږي چې په سیمه کې د هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکو ادلون بدلون موندلی.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج چین ته د سفر وړاندې د قزغزستان د بهرنیو چارو وزیر سره په دوه اړخیزو مساېلو خبرې کړي.

سواراج به په چین کې څلور ورځې پاتې شي،چې  د شانګهای سازمان کلنۍ غونډه کې د وېنا تر څنګ به له چینايي مشرانو سره هم وویني.

د چین او هند تر منځ د اقتصادي راکړې ور کړې په اړه په داسې حال کې خبرې شوي چې بلې ډډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايی سیال سره په پیکینګ کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي.

چین په سیمه کې د پاکستان نیږدې ستراتیژیک ملګری هېواد بلل کیږي خو په دا وروستیو کې چین هڅه کړې چې له هند سره خپل سرحدي لانجې یو طرف ته کړي او له دغه هیواد سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

جمشید ملکزی