پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ټاکنه ستاسو په لاس ده

ژباړن: محمداکبر حقمل

کوم ژوند، چې نن در په برخه دی دا ستاسو د تېرو ټاکنو او کړنو پایله ده. که چېرې مو په ژوند کې داسې څه شتون ولري، چې تاسو یې نه خوښوئ، نو په دې صورت کې تاسو په خپله ملامت یا پړ یاست. که مو په ژوند کې داسې څه شتون ولري، چې تاسو خواشیني کوي، نو تاسو باید د هغو د اصلاح او بدلون په موخه داسې نوي او غوره ګامونه پورته کړئ ترڅو هېڅ کله هم بیا درته هغه مخکینی بد احساس در نه کړي.

په کوم شرکت یا موسسه کې، چې تاسو د رئیس  یا مشر په توګه کار کوئ او هر کار، چې سرته رسوئ د هغو ترڅنګ تاسو په پوره ډول د ټولو کارونو د پایلو مسئول یاست. هرځای او هرڅه، چې یاست دا مو په تېر وخت کې په خپله د خپل ځان لپاره ټاکلي او غوښتي دي.  په یوه لوی مقیاس(اندازې) سره هغه څه، چې تاسو یې نن ورځ لاسته راوړئ په دقیق ډول سره دا ټول په هغه اندازه دي د کومو مو، چې په مخکینیو وختونو کې غوښتنه کړې ده، نه ستاسو له غوښتنې څخه کم دي او نه زیات.

که مو له اوسني درامد یا لاسته راوړنې څخه ناخوښ یاست، نو ژر پرېکړه وکړئ تر څو د هغې اندازه مو زیاته کړئ. هر اندازه درامد یا د پیسو لاسته راوړنه، چې غواړي نو د ځان لپاره یې موخه وګرځوئ، پروګرام ورته جوړ کړئ او ټول اړین کارونه همدې موخې ته د رسېدو لپاره تر سره کړئ. د رئیس(مشر) په حیث، د ژوند او کاري سیمې او د خپلې د راتلونکې د جوړوونکي په حیث ستاسو لاسونه آزاد دي.

تاسو د خپل ځان رئیس یا مشر یاست.

تاسو مسئول یاست.