ټایګر زنده هی فلم په پاکستان کې د خپریدو اجازه نه لري

د پاکستان د فلمونو د سانسور دولتي بورډ د سلمان خان او کټرینه کیف راروان فلم (ټایکر زنده هی) ته په دغه هیواد کې د خپریدو اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ددوې دواړو مخکنی فلم (یک تا ټایګر ۲۰۱۲) ته هم په پاکستان کې د خپریدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

ټایګر زنده هی فلم کې کټرینه کیف د پاکستانۍ جاسوسې رول لوبوي. سلمان خان بیا د هند د جاسوسي ادارې اړوند جاسوس دی، چې په کټرینه کیف مینیږي. دا دواړه بیا په ګډه د ترویستانو په وړاندې جګړه کوي.

فلم علي عباس ظفر ډاریکټ کړی او ټاکل شوې، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۲ مه خپور شي.