سپینې ماڼۍ منلي چې د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو او امریکا د ګډې ناستې په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې؛ هر کله، چې یو ترهګر یو بې ګناه سړی وژنې او د خدای نوم اخلي، نو هر دیندار سړي ته سپکاوی کوي. دوی د خدای عبادت نه کوي، بلکې د مرګ عبادت کوي.
ترمپ له ترهګرۍ سره د غني مبارزه- رهبري او په حکومتي برخو کې له اصلاحاتو هرکلی کړی او افغان ځواکونه یې وستایل.
ترمپ د ریاض غونډې ته ویلي؛ ترهګر د خدای لارويان نه دي، بلکې د مرګ لارویان دي، چې د دوی د اعمالو زیاتره قربانیان هم مسلمانان دي.
دونالد ترمپ همداراز د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه زړور بللي، چې د خپل هېواد د امنیت ساتلو لپاره یې ټینګه مبارزه روانه ساتلې ده.
افغانستان، چې د سخت دریځۍ اور په کې بل دی؛ خو ولسمشر غني د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې وینا نه ده کړې.
دواړو ولسمشرانو پر امنیت او د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په تړاو خبرې کړې دي.
اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي او ۵۰۰۰ د ناتو پوځیان حضور لري، چې د کورنیو ځواکونو روزنه، مشوره او ملاتړ کوي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شا حسین مرتضوي وايي، چې د غونډې ویناوال مخکې له مخکې د ریاض له خوا ځانګړي شوي وه.