چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ټرمپ له امنیتي ټیم سره له بحثونو وروسته نن دافغان جګړې په اړه پریکړه کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له امنيتي ټيم سره له بحثونو وروسته پرېکړه کړې د افغانستان شپاړس کلنې جگړې په تړاو ولس ته وينا وکړي.

امریکايي رسنۍ وايي، ټرمپ به نن دوشنبه پر ځايي وخت ماخستن نهه بجې له ويرجينيا ايالته ولس ته ټلويزيوني وينا وکړي.

ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ د مري لينډ ايالت په کمپ ډيويډ کې د ملي امنيت له ټيم، جنرالانو او د پوځي چارو له کارپوهانو سره د افغان جگړې په تړاو بحثونه وکړل.

له دغې ناستې وروسته ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي و، چې د افغانستان په گډون يې په گڼو موضع گانو مهمې پرېکړې وکړې.

د امریکا دفاع وزير جيمز مټیس هم ويلي، چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان جگړې په تړاو پرېکړه کړې ده، خو امريکايي رسنيو ليکلي و، چې ټرمپ له خپلې ادارې سره د اختلافاتو له امله د افغان جگړې په تړاو په پرېکړې نه دی توانېدلی.

تر اوسه نه ده روښانه چې ټرمپ د افغانستان شپاړس کلنې جگړې په تړاو څه پرېکړه کړې، خو دفاع وزير ويلي و، چې له افغانستانه د بشپړو وتلو سربېره دغه جگړه د بلک واټر خصوصي شرکت ته د سپارلو چانس په نظر کې نیول شوی دی.

د روان کال په جنورۍ کې، چې ډونلډ ټرمپ واک ته رسېدلی، دا به لومړی ځل وي، چې ولس ته وينا کوي، خو تر اوسه دا هم نه ده روښانه چې نوموړی به د افغان جگړې په تړاو څه پرېکړه کړي وي.

ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۵ په اکټوبر کې سي ان ان ټلويزيون سره په مرکې کې د افغانستان جگړه يوه تېروتنه بللې وه او د ولسمشريزو ټاکنو د سياليو پر مهال يې بيا ويلي و: «د افغانستان جگړه يوه لانجه ده او زه پر دې نه يم خوښ، چې زموږ پوځيان دې هلته پراته وي.»

د الجزيرې ټلويزيون انگليسي څانگې ژورنالېست مهدي حسن انټرسپ ورځپاڼې ته په خپلې تازه مقالې کې ليکلي، چې د افغانستان شپاړس کلنه جگړه له جورج بوش او بارک اوباما درېيم ولسمشر ته په میراث کې ورپاتې ده، خو امريکايي چارواکي دا فکر نه کوي، چې دغه شپاړس کلنه جگړه د څه لپاره ده. ۲۴۰۰ امريکايي پوځيان په کې ووژل شول او له اوو سوو ميلياردو ډالرو زيات لښگت پرې راغلی، خو د پای درک يې نه لگېږي.

ډونلډ ټرمپ هم  د تېرو دوو مياشتو راهيسې جنرالانو او د ملي امنيت له ټيم سره په ناستو کې د افغانستان په شپاړس کلنې جگړې نيوکې کړي او تېره مياشت يې له څلورو جنرالانو سره په ځانگړې ناستې پر جنرال نيکلسن د نيوکو سربېره ويلي و: «د افغانستان جگړه له خنډ سره مخ ده، نه مخکې ځي او نه هم وروسته او زه بايد پوه شم، چې زموږ پوځيان هلته د څه لپاره دي.»

د امريکايي رسنيو په باور ټرمپ په دې باور دی، چې د افغانستان جگړه گټونکې نه ده او د نورو پوځيانو لېږل هم د امریکا لپاره زړه تجربه ده، چې گټه به ونه لري، خو د پوځيانو ويستل هم د ټرمپ لپاره ستونزمنه پرېکړه ده.