ټرمپ وایې، شمالي کوریا د ترهګر پالو هېوادونو په لېست کې شاملوم

امریکا وایي چې شمالي کوریا به یو ځلې بیا د ترهگرۍ پالونکې هیوادونو په لېست کې شامله کړي. د امریکا د دغه اقدام هدف پر شمالي کوریا نور اقتصادي بندیزونه لگول دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ په سپینې ماڼۍ کې وویل چې شمالي کوریا یو قاتل ملک دی. د امریکا د بهرنو چارو وزارت به د سه شنبې په ورځ دغه اعلان په رسمي توگه وکړي. تر دغه اعلان وروسته به د امریکا د بهرنیو چارو وزات شمالي کوریا د ترهگرو پالو هېوادونو په لېست کې شامل کړي. په دغه لېست کې اوس د سوډان، سوریې او ایران نومونه شامل دي.