ټولنیزې رسنۍ په افغانستان کې نفاق ته د لمن وهلو پر وسیلو بدلې شوې دي

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په نسبتاً پرمختللي ښارونو کې ډیری وګړي له ټولنیزو او مجازي برېښنا پاڼو زیاته ګټه اخلي او په دغو کسانو کې بیا داسې کاروونکي زیات شوي، چې نفاق ته په‌کې لمن وهي.

د دغو بريښنا پاڼو له ډلې ټویټر، فیسبوک، تلګرام او نور یادولی شو.

خو په ټولنیزې رسنۍ په تېره فیسبوک په وروستیو کلونو کې تر ټولو ډېر کارونکي لري.

ډېر لوستي او روڼ اندي وطنوال او ځوانان له دغه ټولنیز چاپیریاله د ولس پوهاوي او خپل لیدلوري وړاندې کولو له پاره کار اخلي.

په هرات کې روڼ اندي او د پوهنتون استادان سره له دې چې د خواله رسنیو موخه اطلاع رسول، د سترګو لیدلي حال بیانول، تجربې، اندېښنې او د کارونکو لیوالتیاوې  څرګندول بولي خو وایي چې په دې ورځو کې ځینې کسان ټولنیزې شبکې په تېره فیسبوک د سپکاوي، ګروم سپړلو او شخصیت وژنې له پاره کاروي.

د هرات پوهنتون استاد فیصل کریمي سلام وطندار ته وویل چې د فیسبوک یو شمېر کاروونکي په دې ورځو کې تر ډېره د قومونو ترمنځ پر نفاق اچونه او نورو ته پر سپکاوي بوخت دي چې دا موضوع کولی شي د هېواد راتلونکې له خطر سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ چاپیریال د افغانستان رښتیني سیاسي چاپیریال بیلګه ده او دغه چاپیریال په ډېرو برخو کې د افغانستان قوانینو سرې کرښې دي یانې دغه چاپیریال د سپکاوي له پاره اډانه ګرځېدلې، د نفاق اچونې اډانه ګرځېدلې  او دغه چاپیریال باید مدیریت شي.

د کریمي پروینا فیسبوک دومره ککړ دی چې یو شمېر زده کړو والا کسان او د روڼ اندي مدعیان هم په قومي – ژبنیو مسلو کې راګیر او دغه چاپیریال د ګروم سپړلو له پاره کاروي.

کریمي زیاتوي چې که حکومت ټولنیزې رسنۍ قانونمندې نه کړې دا به د ناوړه ګټې اخیستې سبب شي.

د ټولن‌پېژندنې استاد علي احمد کاوه وایي، سره له دې چې ټولنیزې شبکې د حکومت پرکړنو د نیوکې او پرهغه د زور راوړلو له پاره ښه دریځ دی، خو به دې ورځو کې تر دېره د نفاق اچونې له پاره کارول کېږي.

کاوه زیاتوي، چې له یوې خوا له بده مرغه دغه چاپیریال “زموږ د ټولنې اوسني وضعیت انعکاس دی، دا بسنه  کوي چې د کابل پېښې په شان یو بڅرکی ښیي چې موږ څومره پاشلي یو، زموږ سیاستوال، روڼ اندي او زده کړو والا ټول ددې شبکې له لارې خپل فردي، سمتي، د ډلې، قومي او مذهبي او ان ایدیولوژیک دریځ څرګندوي.”

په همدې حال کې په هرات کې د چارو کارپوه او د فیسبوک کارونکی شفیق بهروزیان وایي لاهم د ټولنیزو رسنیو په تېره د فیسبوک کارونې فرهنګ په ټولنه کې نه دی بنستیز شوی او ځینې کسان د خواله رسنیو چاپیریال کې نفاق اچونې او ګروم سپړلو ته لاس اچوي چې دا په خپله پر عامه ذهنیتونو ناوړه اغیز پریباسي.

دغه ټولن‌پوهان ټینګار کوي چې د ټولنیزو  رسنیو په تیره فیسبوک له سمې کارونې  له یوې خوا د فرهنګ جوړونې له پاره کارواخیتسل شي او له بله پلوه د نورو انځوریزو او غږیزو رسنیو په شان یې فعالیت قانونمند شي.

د دوی پروینا، دولت باید د سایبري جرمونو قانون طرح، تصویب او توشیح کړي چې د خواله رسنیو مثبتې کارونې تر څنګ هغه کسان چې نفاق اچونه، سپکاوی او شخصیت وژنه کوي، په نښه او مجازات شي.