پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ټولنیز نزاکتونه

لیکوال: قطار ظفري

ټولنه د ژوندیو موجوداتو هغه ټولګه ده، چې د بېلا بېل توکمونو،دودونو، فرهنګونو…څخه جوړه شوې ده.او هر څوک په کې د خپلو موخو په موندلو بوخت دي ؛ خو دا موخې د نورو پلانونو او سیستماتیکو ارونو تر څنګ یو شمېر ټولنیز نزاکتونه باید په پام کې ونیول شي.

هغه نزاکتونه چې باید په نظر کې ونیول شي:

۱-  تل هڅه وکړي د خلکو په خبرو کې بې له اجازې  مه ورداخلیږي .

۲-  د مخاطب د خبرو په وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې باید بوخت ونه اوسو.

۳-  د خپلو خبرو استعدلال په تا ویلي او ما ویلي باندې مه مستنده وي.

۴-  په مجلس کې کله، چې ناست یې نو په خوله،پوزه … د بدن د نورو غړو سره په تماس کې ونه اوسو.

۵-  په داسې حال کې چې د مشر او مدیرسره په خبرو بوخت یو تلیفون که راشي مه یې  ځوابوي او که چېرته اړین وي نو باید اجازه واخلو.

۶-  د خوراک کولو له اصولو او ځانګړو دودونو سره باید بلد اوسو.

۷-  په ټول ژوند کې خو په ځانګړي ډول په کاري ساحه کې باید هر ډول دود او کلتور د خندا وړ ونه بلل شي.

۸-  د نورو په موبایل کې بغیر له اجازې لاسونه نه کول.

۹-  د نورو خصوصي حریم ته په پوره درناوي ژمن کېدل، په ځانګړي ډول فېسبوک، ټویټر….

۱۰-  کله چې چاته په لومړي ځل تلیفون کوئ نو سلام سره جوخت خپل ځان باید معرفي کړي.

او هغه کړنې چې باید ترسره نه شئ

۱-   بیدون له پوښتنې د چا دخبرې ځواب ورکول.

۲-   کله چې څوک د یو څه ښکاره کولو په موخه ګرځنده تلیفون درکوي نو تاسو یې باید له هغه ټاکلې موخې سره کار ولري نه دا چې تاسو د هغه په فېسبوک ، ټویټر … او نورو رسنیو اړونده  د هغه مسنجیر ته داخل شي.

۳-   د خلکو خبرې بغیر له نوبت پرې نه کړای شي.

۴-   هغه کسان، چې وړتیا لري اوخبره یې دقت او واقعیت وي بې اهمیته و نه بلل که د عمرله مخې زموږ څخه کوچني هم وي  .

۵-   د خلکو په شخصي ژوند کې لاسونه، نه کول .

۶-   د موقف قدر مه کوي بلکې د وړتیا او شخصیت قدر وکړي.

۷-   له اړتیا پرته له خلکو ډېر غوښتنکي مه کوئ.

۸-   له خلکو سره ډېرې واعدې مه کوئ.

۹-   د ټولنیزو رسنیو په استعمال کې باید له دقته څخه کار واخیستل .

۱۰-   ژوند باید په خپله خوښه وټاکل شي نه  په تحميلي ډول.

۱۱-   په مجلسونو کې باید په اندازه خبرې کول.

که په ورځیني ژوند کې پورتنۍ کړنې پلې شي نو ژوند به یو څه خوږ او مثبت شي. ځکه نننی عصر په ځانګړو اصولو او ارونو استوارده ، تل له نورو سره مرسته وکړي دا مرسته یوازې مالي نشي کېدای بلکې معنوی او ټولنیز اړخونه یې هم مرکزي نقطه بللی شو.