ټیکنالوژی، د موبايل حکومتدارې او افغانستان

که د ژوند او وخت ځغل ته په ژور نظر وکتل شي نو واقعاً دا وخت د ټکنالوژۍ دې او ټول خلک ددي ټکنالوژۍ محتاجه دي .

نن ورځ ټوله دنیا په ټکنالوژۍ باندي تکیه لري او دا ځکه چی له امریکا نه واخله تر اروپا او د اروپا نه واخله تر اسیا پورې د نوي ټکنالوژۍ نه په بیلو بیلو اشکالو استفاده روانه ده ، له همدغي ټکنالوژۍ کله مونږه د کمپیوټر په شکل ، کله د تلویزیون په شکل او کله د موبائیل او نورو په توګه تري استفاده کوو.

متاسفانه افغانستان په دې وخت کې هم د ټکنالوژۍ په منډه کې ډیر وروسته پاتي دې اولا تر اوسه هم په ټیکنالوژۍ کې د پر مختګ څه اثار نه ښکاري ځکه چې په ټیکنالوژۍ کې چې کوم کارونه نړۍ ۵۰ کاله مخکې کړې وې هغه مونږه اوس کوؤ ددي نه بغیر هغه افغانان چی څوک په خارج یعنی په اروپا یا امریکا اونورو هیوادونو کې ژوند کوې هغو هم د ټکنالوژۍ په ځغل کې څه خاص برخه نه ده اخیستي ددي یو مثال دا دی چی د ګوګل نه واخله تر مایکروسافټ پوري ټول د نورو هیوادونو خلک دې تر اوسه پورې پکې کوم افغان را څرګند شوی او ځلیدلی نه دې.

افغانستان کې د وسائیلو هیڅ کمښت نشته خو متاسفانه ددي وسائیلو نه مونږه تر اوسه پوري سمه ګټه وانه خیسته ځکه خو مونږ په ټکنالوژۍ کې ډیر وروسته پاتي یو ، دا خبره هم غلطه ده چې ځينې خلک وایې مونږه غریب او جنګ ځپلي وګړې یو ، دا خبره د قناعت وړ ځکه نه ده چې په نړۍ کې ‌‌‌‌‌‌ډېر داسي هیوادونه شته چې ښه ډیر جنګ په کې شوی دې او غریب ترین هیوادنونه وؤ خو هغو حوصله یې ونه بایلله او د پر مختګ په لور روان وؤ ، یو مثال به زه د چین او د جاپان هیوادونو ورکړم هغه داسي چې یو وخت په چین کې ټول چرسیان او شرابیان وؤ او د پر مختګ نه ډیر پاتی خلک وؤ خو بیا د هغه وخت صدراعظم د پر مختګ په لور قدم کیښود او ټول چرسییان او شرابیان یی لاری ته راوستل او نن تاسو چین لیدی شئ چی ددنیا دویم یا دریم زورور هیواد دی ، همدا شان د جاپان په هیروشیمیا ښار باندې امریکې ایټم بم استعمال کړې وؤ چی د هغي له کبله د جاپان په هغه ښار کي ۵۰ کالو پوری چا ژوند و نشو کړې خو ددي سره هم جاپان د پر مختګ په لور روان وؤ او نن د ټګنالوژی له لحاظه ددنیا په موثرو هیوادونو کې یی شمیرل کیږي. همدارنګه دجنوبي اسیا هیوادونه لکه هندوستان، بنګله دیش او نور چې بې وزلې هم په کې شته خو د ټیکنالوژۍ په ځغل کې ډیر چټک روان دي.

دا ټول مثالونه ددي خبري څرګندونه کوي چې مونږه هم د پورته هیوادونو نه څه زده کړو او خپل قدم د سر لوړئ او د پر مختګ په لور واخلو ، مونږ نه اوس هم وخت نه دې تیر شوی او که وغواړو نو همدي غریبۍ کی مونږه ډیر څه لاس ته راړی شو ، یو څو مهم او ځانګړې معلومات په لاندی توګه وړاندی کول غواړم چې کومو ته افغانستان ډیره سخته اړتیا لرې او که چرته په افغانستان کې تطبیق شې نو افغاسنتان به په ټکنالوژی کی دنړۍ له سترو هیوادونه سره سیالې وکړای شي ، ځکه چې هر هغه هیواد چې اقتصاد یی ښه وې په هغه کې د ټکنالوژی ۵۰ فیصده ونډه وې.

د موباییل حکومتداری :

د موباییل حکومت دارۍ نه مراد دا دې چې مونږه باید په افغانستان کې موبایل سافت ویرونو جوړولو رواج عام کړو هغه ځکه چی په دي وخت کې ۷۰ – ۹۰ فیصده خلک په نړۍ کې د موبایل نه استفاده کوې چی د کمپيو ټر په نسبت یې استعمال ساده او اسان دې که مونږه د ایپل (Apple) او یا د اندوراید (Android) مثال واخلو نو نن سبا ټوله دنیا دي دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله موبایل ټکنالوژیوو نیولی ده او د آمریکې هیواد نیم عاید هم ددي ټګنالوژۍ نه راځې نو لازمه ده چی په افغانستان کې هم د موبایل حکومتداری له پاره برنامی جوړي شي ځکه چې موبایل حکومتدار مانا دا ده چې دولت داسی موبایل سافت ویرونه جوړ کړې چې د هغي په وسیله د افغانستان د خلکو مرسته وکړي شي او ورسره دولت د ولس سره اړیکې هم ونیولی شي چې د هغو ستونزې واوري او یو حل لاره ورته پیدا کړی شې.

 

یو څو مثالونه د موبایل حکومتداری په هکله لاندی ورکړی شوې دې:

۱ . موبایل کانکور امتحان نتائج د افغانستان دولت له خوا : مونږه یو داسی سافت ویر موبایل لپاره جوړولی شو چی د هغی د لاری دولت پوهنتونونه او مکتبونه د کانکور امتحان نتائج د موبایل اس ام اس (SMS) د لاری ټول شاګردانو ته لیږلی شې.

۲. د زراعت او دهقانۍ په هکله معلومات د افغاستان دولت لخوا : مونږ داسي یو سافټ ویر هم جوړولی شو چې د هغي په وسیله د افغاستان دولت د ټولو ولایتونو دهقانانو ته د بیلا بیلو میوو او فصلونو کرلو چل او تخنیکونه وښایې.

همده شان ډیر داسی موبایل سافت ویرونه د افغاسنتان دولت د موبایل حکومتدارۍ لاندې جوړولی شې چې په هغه کې دولت مستقیم د ولس سره مخامخ کیږې او دا ولس ستونزې حلوې.

په پای کې زه دافغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ د وزارت څخه هیله کوم چې زموږ ځوانانو ته ددغه سافټ ویرونو یا پروګرامونو زمینه برابره کړي ترڅو ځوانان وکولی شي چې خپل استعداد په کار واچوي او د تکنالوژی په دي تیز رفتاره ځغل کې د ولس ستونزوته دحل مناسبي لاري چاري پيدا کړي.

کریم بیدار (سافتویر انجنیر)