پام !!! ماشومان مو دژور خفګان څخه وژغورئ.!

له مشرانو سربیره د ځینې لاملونو له امله یو شمیر کوچنیان او ځوانان هم په ژور خپګان اخته کیږي. په نړۍ کې د ژور خپګان له امله په ځوانانو او کوچنیانو کې د ځان وژنې شمیر مخ په زیاتیدو دی کوم چې ټوله نړۍ او په ځانګړی ډول میندې او پلرونه اندیښمن کړي.

انسان د ځینو لاملونو له امله په ژور خپګان اخته کیږي کوم چې د ټولو ناروغیو بنسټ او د ځان وژنې ځانګړی لامل ګڼل کیږي خو له نیکه مرغه میندې او پلرونه ځینو ټکو ته پاملرنې سره کولی شي خپل اولاد له دغې مهلکې ناروغۍ څخه وژغوري.

دلته مو له هغو لاملونو سره اشنا کوو کوم چې ستاسې اولاد هم په ژور خپګان اخته کولی شي او دغو ټکو ته ځانګړی پاملرنې سره کولی شئ د دغې مهلکې ناروغۍ مخه ونیسئ.

۱- د غوره لاسته راوړنو لپاره فشار:

په ښوونځیو کې د ازموینو او نورو مختلفو برخو کې د ښه ځلیدو او غوره لاسته راوړنې لرلو لپاره ځینې کورنۍ په خپل ماشوم ډیر زیات فشار اچوي چې له دې امله د ماشوم په ځان ډاډ زیانمنیږي. په ښوونځي او د ژوند نورو برخو کې په ماشوم له ځانګړې اندازې څخه زیات فشار د ماشوم ژوند لپاره په یو ستر ګواښ بدلیدی شي. د غوره لاسته راوړنو لپاره ماشوم د زیات فشار ښکار کیږي چې له ښوونځي څخه کور ته راتلو سره بیا هم مجبور وي زیاته اندازه کورنۍ دنده ترسره کړي. خپلو ماشومانو ته د ذهني فشار او ژور خپګان څخه خلاصون لپاره ځانګړی وخت ورکړئ.

۲- کورني جګړې او شخړې:

په جرنل اف میریج څیړنیز مجلې کې خپره شوې یوې راپور پر بنسټ د مور او پلار تر منځ جګړه او شخړه له هر بل لامل څخه زیات ماشوم په ژور خپګان اخته کوي. د کورني غړو ترمنځ خرابې اړیکې او له یو بل سره جګړې کول او یا هم د مور او پلار تر منځ د طلاق واقع کیدل ماشوم په ژور خپګان اخته کوي. د خپلو ماشومانو غوره روغتیا او لاسته راوړنو لپاره د کورني جګړو او شخړو مخه ونیسئ.

۳- لوبې نه کول:

د ماشومانو وده او جسماني غښتلتیا لپاره لوبې ډیر مهم رول لوبوي. لوبه او فزیکي حرکتونه او مصروفیتونه نه یوازې دا چې د انسان ذهن تازه ساتي بلکه د انسان ذهني وړتیا لا هم پیاوړی کوي چې په مرسته يي ماشومان کولی شي خپل ذهنې مشکلات او خنډونه په خپله حل کړي. د ماشومانو د ذهني ناروغیو کارپوه «پیټر ګرې» وایي چې لوبې نه کول د ماشومانو ذهني وړتیا زیانمنولی شي.

۴- انټرنیټ او ویډیو ګیم:

د امریکايي روغتیايي جریدې «امیرکن جرنل اف انډسټریل میډیسن» پر بنسټ هغه ماشومان چې د ورځې له پنځو ساعتونو څخه زیات کمپیوټر کې لوبې کوي او یا هم سمارټ فون او ټبلېټ کاروي په هغوي کې د په ژور خپګان د اخته کیدو چانس زیاتیږي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ټکنالوژي پرمختګ د ژور خپګان یا ډپریشن یو له سترو عواملو څخه ګڼل کیږي.

۵- د بورې زیات استعمال:

ماشومان چاکلیټ، کیک، کاربونیټ لروونکي مشروبات او ځینې نور خواږه خواړه زیات خوښوي کوم کې چې په زیاته اندازه بوره استعمال شوی وي په داسې حال کې چې د روغتیايي کارپوهانو په وینا د بورې زیات استعمال انسان په ژور خپګان اخته کوي او ذهني وړتیا زیاتوونکی هارمونونه زیانمنوي.

۶- د انټي بایوټیک (Antibiotics) استعمال:

انټي بایوټېک درملو استعمال هم ځوانان او ماشومان په ژور خپګان اخته کوي. کاناډا د میک ماسټر پوهنتون څیړونکو موږکانو ته د انټي بایوټیک درمل ورکولو سره ازموینه وکړه. انټي بایوټېک ګولۍ په موږکانو کې د ناارامۍ لامل ورګرځید او د هغوي د اعصابو هغه برخه چې جذبات او احساسات کنټرولوي زیانمن کړ.

۷- زهري مواد یا نباتي زهرو څخه ځان وژغورئ:

په کرهڼیز فصلونو کې استعمالیدوونکي کیمیاوي درمل، د صفايۍ لپاره استعمالیدوونکي مواد، په خواړه او مشروباتو کې ځینې خراب کیفیت لروونکي موادو استعمال، له موټرو څخه وتوونکی لوګی او خرابه هوا د انسان په روغتیا منفي اغیز کوي او دغه زهري عناصر په ماشومانو کې د ناارامۍ او ژور خپګان لامل ګرځي.