پنجشنبه , 18 اپریل 2024

پام ورته لږ کیږي، ماشومان مو د هیواد تر نیمايي ډېر نفوس تشکیلوي

لیکوال :  رحمت ګل عمری

افغانستان هغه هیواد دی، چې د ټول نفوس نولس عشاریه پنځه میلیونه یې ماشومان دي،له دې ډلې پنځه میلیونه تر پنځو کلونو ټیټ سن لري، ۱۴،۵میلیونه یې له ۶ تر ۱۸ کلونو عمر لري ، ۱۱،۴ میلیونه په ښونځیو کې ثبت دي ، زیات شمېر ماشومان د خطر سره مخ دي ، په نشه یي توکو روږدي دي ،او د سرک په سر ګدايي کوي .

په افغانستان کې د ماشومانو شته ستونزې ښايي تر دې کمې او ډېرې وي چې په تړاو یې ارقام خپریږي، کار، ټولنیزوچارو، معلولینو او شهیدانو وزارت ، د ټولنیزو چارو معینت ، د ټولنیزو چارو د عمومي  ریاست اړوند د ماشومانو د ملاتړ سکرتریت په افغانستان کې له خطر سره د مخ ماشومانو په برخه کې یوازینۍ هغه دولتي اداره ده چې د ماشومانو د ټولنیز خوندیتوب، حقوقو او نورو اړونده برخو کې کار کوي ، په افغانستان اوسمهال شپاړس ډول ډول خطرونه شته چې ماشومان ور سره مخ دي ، کارګر او د سرک د سر ماشومان ، په شاکه کارونو مصروف ماشومان ، له قانون نه سرغړونکي ماشومان ، د مور او پلار  له مراقبت څخه لرې پاته ماشومان ، یتیم ماشومان، بې سر پرسته ماشومان ، هغه ماشومان چې له تاورتریخوالی سره مخ دي ،د جنسي ځورونې قرباني ماشومان، د جنسي تیري قرباني ماشومان ، سوالګر ماشومان ، د قاچاق قرباني ماشومان ، تښتول شوي ماشومان، عسکر ماشومان ، د جبري ودونو او وړاندې له وخته د ودونو قرباني ماشومان ، کورني بې ځایه شوي ماشومان ، ګډوال او راستانه شوي ماشومان ، په نشه یي توکو روږدي ماشومان ، له کوره تښتېدلي ماشومان، د تعصب او تحقیر قرباني ماشومان ، له ښوونې او روزنې پاتې ماشومان، معلول ماشومان ، رواني ناروغ ماشومان ، په اېډېز اخته ماشومان او نور دي .

اړتیا ده چې د پورته یاد شوو خطرونو قرباني ماشومان او د شته ستونزو په تړاو یې دولت د ځانګړې بودجې او د پراخه تشکیل لرونکې ادارې په اړه غور وکړي.

د پورته ذکر شوو ستونزو لاملونه په افغانستان اوسنۍ جګړه ، نه پوهاوی ، د ماشومانو په برخه کې د شته نافذو قوانیو نه تطبیق ، د سراسري او ریښتنې سروې نشتون ، په غیرې منظم ډول د ماشومانو به برخه کې د شته موسساتو فعالیتونه ، د ماشومانو په برخه کې د همکارو موسسو او سازمانونو نه همغږي او نورې ډېرې هغه ستونزې دي چې د ماشومانو د ټولنیزو خوندیتوب او حقونو د ملاتړ يه برخه کې یې مبارزه له خنډونو سره مخ کړې .

د ټولنیزو چارو معینیت د ټولنیز خوندیتوب او تامیناتو لوی ریاست ،د ټولنیزوچارود نورو دفترونو او یوشمېر موسسو په مټ د ماشومانو په برخه کې د ملي ستراتيژۍ ترڅنګ په څلورلسو نوو طرحو او  یوشمېر توکو کار کړی او هیله ده چې د ملي او نړیوالو موسسو په ملاتړ به یې عملي کېدل له خطر سره د مخ ماشومانو د ملاتړ په برخه کې ډېر اغېزمن او ګټور تمام شي د ماشومانو د خوندیتوب له سکرتریت ملاتړ د افغانستان د ۱۹،۵ میلیونه ماشومانو څخه ملاتړ  دی ، دا چې د ماشومانو د ملاتړ سکرتریت د نورو چارو تر څنګ د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې  د ملي او بین الملي سازمانونو سره د همغږۍ او د ماشومانو څخه د ملاتړ د پلانګذارۍ اساسي برخې لري نو په همدې بنسټ له یاد سکرتریت څخه د دولت او د بپلابېلو موسسو او سازمانونو ملاتړ کولای شي د ګډې مرستې دا هوډ لا پیاوړی کړي او له خطر سره د مخ ماشومانو د ژوغورنې په برخه کې اغېزمن ثابت شي .

که څه هم د نړۍ په کچه په نورو هیوادونو کې د ماشومانو د ملاتړ سکرتریت سره په بېلابېلو برخو کې د دولت تر څنګ نړیوالې موسسې بشپړ ملاتړ او زیاتې مرستې کوي. مونږ ویلای شوو چې اوسمهال د افغان دولت او د نړیوالو موسسو مرستې د ماشومانو په برخه کې ډېرې کمې دي، مونږ نشو کولای د دې مرستو په وسیله زمونږ د شته ستونزو پنځه سلنه یې په اساسي ډول حل کړای شوو.

په افغانستان کې شرایطو ته په کتو د ماشومانو د ټولنیزو خوندیتوب په برخه کې د ټولنیزو چارو د عمومي ریاست اړوند د ماشومانو د ملاتړ سکرتریت د ماشومانو په برخه کې په یو شمېر پلانونو کار کړی چې عملي کېدل او ترې ملاتړ به یې د ماشومانو د ستونزو د هواري په برخه کې ډېر اغېزمن وي .

د ماشومانو د ملاتړ په موخه د مشخصې پالیسۍ همدا راز د مرستې او همکارۍ د تطبیقي ستراتيژیو درلودل او د هغه پشنهادي پلان چمتو والی چې د ماشومانو د مرستې په برخه کې چمتو شوي،د ماشومانو سره د مرستې او د ملاتړ د یوه اغېرمن پروګرام نوم ورکولای شوو ځکه د دې پلانونو او پروګرامونو عملي کېدل او د نړیوالو موسسو او ادارو د ملاتړ انتخاب به وکولای شي د افغانستان په کچه د میلیونونو ماشومانو  د ژوند ، زده کړو ، له قاچاق څخه د مخنیوي او همدا راز د تښتونو او نو رو غلطو لارو څخه د راګرځولو په برخه کې اغېزمن واقع شي .

داچې کونډې مو د ژوند له کمو امکاناتو برخمنې ندي ، سوال ته یې مخه کړې ، د خپلو بچیانو  پلورولو ته اړ شوي ، خپلو بچیانو ته نشه يي توکي ورکوي او د سوال کولو  پلمه یې ګرځولي ، د سواد زده کړې څخه بې برخې دي ، داسې موارد هم شته چې له همدې ډول ښځو څخه د قاچاق ، غلو او نوور برخو کې  ګټه پورته کیږي ، سوالګر  ماشومان مو د لارو په سر خیرات غواړي ، په ښار کې یې  بې نظمي راوستې ، د قاچاق ، اختطاف ، شاکه کارونو ، غلو او نورو برخو کې تر ناوړه استفادې کیږي ، د زور واکو له لوري د غلامانو په توګه تر ګټه پورته کبږي .

نو دحل یوازینۍ لاره دا ده چې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې دولت هم ځانګړی پام وکړي او د دې ترڅنګ هغه ټولې نړیوالي موسسې چې په یاده برخه کې په افغانستان کې کارکوي په اوسني عملي کوونکي میکانیزم له سره غور وکړي او د ټولنیزوچارو دخوندیتوب د ماشومانو د ملاتړ له سکرتریت سره په تفاهم پروګرامونه مخکې یوسي .

رحمت ګل عمری