چهارشنبه , 24 اپریل 2024

پاکستاني پولیسو د ۳۰۰ بلوڅانو کورونه نړولي

د بلوچستان د رساله لاين سيمي کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ يې کورونه نړولي او  دوی یې بې کوره کړي دي،چې اوس په اسلام اباد کي د اعتراض په موخه راټول شوي .

د دوی په وينا په بلوچستان کي یې لاریونونه کړي، خو چا یې غږ  نه دی اورېدلی، له همدې امله مجبوره شوي چي اسلام ابا ته ولاړ شي.

د بوري سیمي پولیس بیا وايي، دا حکومتي ځمکه ده او حق لري چي له دې سيمي يې وباسي.

د رپوټونو له مخي دپاکستان حکومت تل دبلوچستان له خلکو سره ناوړه چلنده کوي، چي د شمېرو له مخي یوازي تېر کال ۶۱۲ بلوڅان  نادرکه کړي ،چې تر اوسه یی برخلیک نه دی معلوم.