په اسلام اباد کې له لیدو کاتو وروسته ازبکستان ته د افغان لوړپوړي پلاوي له سفر سره هم مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځيني چارواکي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سولې خبرو اترو د پیلېدو خبر ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي چې د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې سره يې د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي ویلي دي چې له ډېر ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په یوه نامعلوم ځای کې خبرې پیلېدونکې دي.
د پاکستان اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د دغه چارواکي له خولې لیکلي دي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به هم د خبرو اترو په بهیر کې ګډون ولري.
خبریال برکت الله هڅاند