پنجشنبه , 18 اپریل 2024

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په لاهور ښار چاودنه کې ۷ کسان ووژل شول

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې نن په یوه چاودنه کې ۷ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

ویل کیږي چې دغه چاودنه د ډیفینس z بلاک په یوه تجارتي ودانۍ کې شوې ده.

د پاکستانې رسنۍ وایي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د ودانۍ یوه برخه یې ویجاړه کړه او د خواوشا نژدې ودانیو شیشې یې ماتې کړې.

ابتدایي راپورونه وایي چې چاودنه د جنرېټر د چاودلو په نتیجه کې رامنځته شوې خو پاکستاني مقامات وایي چې دا احتمال هم شته چې چاودنه ترهګریز برید وي.

کارپوهان وایي چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو وروسته له هغه زور واخیست چې په امریکا کې ګڼ شمېر کارپوهانو او د لوړې کچې موسسو د ولسمشر ټرمپ ادارې ته په یوه مفصل راپور (په دې هکله راپور) کې سپارښتنه وکړه چې په پاکستان زور راوړي چې د ترهګرو له ملاتړ او تمویل څخه لاس واخلي..