سه شنبه , 23 اپریل 2024

پاکستان دې اصلاح شي؛ کنې تاوان به وکړي

 

خوشحال آصفي

دا هغه موضوع ده چې د افغانستان او پاکستان اړوند د امريکا د نوې ستراتيزۍ د اعلان پر مهال ورته ټرمپ اشاره وکړه. له کابو اووه مياشتيني انتظار وروسته نن د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان اړوند خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه. ټرمپ په خپله نوې ستراتېژۍ کې هغه څه وويل؛ کوم چې افغان حکومت او افغان ولس يې غوښتنه کوله. ولسمشر ټرمپ زياته کړه که پاکستان له امریکا سره د تروریزم پر ضد درېږي ګټه به وکړي او کنې تاوان ویني.

نوموړي د افغانستان او پاکستان خطر جدي وباله او پاکستان یې د تروریستانو پناهځای ياد  کړ. ده د هند ستاینه وکړه چې له افغانستان سره یې د ملیاردونو ډالرو مرسته کړې خو پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې امریکا په ملیاردونو ډالر ورکړل خو خاوره یې د تروریستانو پناهځای دی.

همدارنګه ټرمپ يادونه وکړه چې غوښتل يې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي خو په سپینه ماڼۍ کې له مشورو وروسته څرګنده شوه چې که له افغانستانه ځواکونه وباسي د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښه به بیا تکرار شي او القاعده او داعش به په دغه هیواد کې مرکزونه جوړ کړي. ده افغانستان ته د لېږل کېدونکو قواوو شمېر اعلان نه کړ ځکه چې د ده په وینا نه غواړي چې دښمن یې پر پلان پوی شي.

ټرمپ د دې تر څنګ چې پاکستان، القاعده، طالب او داعش ته واضيحه پيغامونه درلودل؛ د  افغان حکومت له غوږو يې هم خبره تيره کړه. ټرمپ وویل چې د افغانانو لپاره دولت جوړونه نه کوي او نور د پخوا په شان په دې پسې نه ګرځي چې افغانانو څه ډول سیستم غواړي. ده افغان حکومت ته په اشارې وويل د افغانستان ملاتړ به نامحدود نه وي خو سپین چک هم افغانستان ته نه ورکوي.

 

د افغانستان او پاکستان اړوند د ټرمپ په دغې ستراتيژۍ کې څو ټکي ډير مهم ول. يو دا چې د افغانستان د ستونزې حل يې د پاکستان اصلاح پورې وتړلو. او دا هغه څه دي چې هم افغان حکومت او هم ولس يې له وړاندې ناري وهي. سمده ده چې د افغانستان مساله دوه کورني او بهرني اړخونه لري، خو د کورني اړخ په نسبت يې بهرنی اړخ ډير پياوړی دی چې تر شاه يې د پاکستان لاس دی. پاکستان دی چې د افغانستان په جګړه او بربادۍ کې خپله ګټه ويني، پاکستان دی چې د افغانستان د جګړې له ګټې خپل پوځ تمويلوي، پاکستان دی چې د طالب پر مټ يې په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتلی دی او همدا پاکستان دی چې ورځ تر بلې مو د حکومت د کمزوري کولو او په مقابل کې يې د ولسي غبرګون د راپورته کولو په هڅه کې دی.

همدغو ټکو ته په کتو افغان حکومت، سياسيونو او ولس تمه درلوده چې د افغانستان د مسالې د حل لپاره دې په پاکستان فشار زيات شي. او همدغې موضوع ته نن ټرمپ په خپلې ستراتيژۍ کې ځای ورکړی و. که څه هم ټرمپ په ښکاره ټکو ونه ويل چې که پاکستان اصلاح نه شي نو څه به يې په مقابل کې وکړي خو پاکستان ته په اشارې يې وويل چې که اصلاح نه شي نو تاوان به وکړي. د پاکستان له تاوان څخه يې هدف پر دغه هيواد د امريکا لخوا په کلني ډول د ميلونو ډالرو بندېدل، پوځي او نظامي مرستې بندېدل، د ناټو د ملاتړو هيوادونو ليسته د پاکستان بهر کول او په دغه هيواد کې دننه د ترهګرو د ځالو په نښه کول دي. او دا هغه څه دي چې افغانان يې له وړاندې نه غوښتونکي و.

د ټرمپ په خبرو کې بله مهمه مساله په افغانستان کې د طالب او داعش د لمنځه وړلو لپاره په افغان پوځ پانګونه وه. ټرمپ يادونه وکړه چې د طالب، داعش او القاعدې سره په مبارزه کې به لوی پېټی په افغانانو او د دغه هیواد پر پیاوړي ځواک وي. د ټرمپ له دغو څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی به په راتلونکې کې د افغان ځمکني او هوايې امنيتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او تجهيز لپاره به نور امريکايې سرتيري افغانستان ته راواستوي. د ټرمپ اشاره دې ته وه چې افغان امنيتي ځواکونه به په پياوړي تجهيز سمبال کړي. د افغانستان هوايې ځواک به پياوړی کړي او طالب او القاعده به د افغان امنيتي ځواکونو پر مټ له منځه وړي.

په ټوله کې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالتونو نوې ستراتيژي هغه څه په بر کې نيسې چې له وړاندې يې افغان حکومت، ولس او سياسيونو هيله درلوده. خو اوس افغان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان په اړوند لا هم جديت ته پاملرنه وکړي، د پاکستان د هر عمل په مقابل کې بايد متقابل عمل ترسره شي او د پاکستان په هيڅ راز ژمنه دې باور نه کوي؛ تر هغې چې د ژمنې د عملي کولو ضمانت يې نه وي کړی او يا يې خپلې پخوانۍ ژمنې په عمل کې نه وي ثابتې کړې. همدارنګه کورني خپلمنځي اختلافات دې څنډې ته کړي او شريک دښمن په مقابل کې دې لاسونه سره يو کړي.