سه شنبه , 16 اپریل 2024

پاکستان د خپلې ګټې لپاره د هندي فلمونو خپرولو ته اجازه ورکړه

له څلور میاشتیني ځنډ وروسته، پاکستان په خپلو سینماګانو د هندي فلمونو د خپرولو اجازه ورکړه.

پاکستان ۴ میاشتې مخکې د هند د هغې پریکړې په ضد، چې پکې په بالیووډ کې په پاکستانیو اداکارانو بندیز ولګید، دغلته د هندي فلمونو راوړل او خپرول ودرول.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په لارښوونه، د هندي فلمونو د راوړلو، خپرولو او په سینما يې د ګټې او تاوان د څیړلو په اړه یو کمیټه ټاکل شوې وه. دکمیټې موندنې ښيې، چې د پاکستان سینما د هالیووډ او د بالیووډ له فلمونو په سلو کې ۷۰ سلنه ګټه لاس ته راوړي.

اوس به پاکستانۍ سینما هره میاشت له ۳ تر ۴ هندي فلمونه راوړي او خپروي به يې؛ څو خپل تاوان پورته کړي او سینما د له منځه تلو مخه ونیول شي.