پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پاکستان لاهم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی او د سولې په پروسه کې یې جدي همکاري نه ده کړې.

ولسمشر په خپل ټوېټر پاڼه باندې لیکلي، که طالبان د پاکستان ملاتړ ونه لري، دوام نه شي کولی.

د بیان له مخې ولسمشر غني په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ډینګ شیجون سره په کتنه کې دا خبرې کړي.

غني د کابل تر خونړي برید یوه ورځ وروسته چې پکې نږدې دوه نیم سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، د سولې لاره به لا پسې وړه کړي.

د ارګ د بیان له مخې، د چین ځانګړي استازي ښاغلي شیجون ویلي چې هېواد یې هیله مند دی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل او اوربند وکړي.

پاکستان تازه د ولسمشر غني د دغو نیوکو په ځواب څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د افغان سولې لپاره د اسانچاري په توګه جدي رول ادا کوي.