پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پناه ځایونه، له منځه نه دي وړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت، په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه خپل کلني راپور کې ویلي، که څه هم پاکستان ظاهرا په افغانستان کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي، خو په خپله خاوره یې د حقاني ډلېپناه ځایونه، نه دي ختم کړي.

په راپور کې راغلي چې افغان طالبانو او په پاکستان کې میشت حقاني ډلې او نورو وسله والو په افغانستان کې مرګوني بریدونو ته دوام ورکړی چې یو شمېر یې په پاکستان کې طرحه شوي دي.

راپور زياتوي، چې پاکستان د تېر په څېر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپله رښتینولي نه ده ثابته کړې.