پاکستان له عدالت غوښتنې وېره لري

د پاکستان د حکومت، پوځ او استخباراتو د ظلمونو او وحشتونو له امله په خیبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو کې خلک تر پوزې راغلي دي او د همدغو ظلمونو د مخنیوي په موخه سلګونه زره خلک لارو او واټونو ته په لاریونونو راوتلي او په سوله ییزه توګه د پاکستان د ظلمونو د ختمولو غوښتنه کوي.

پاکستان د دغو برحقه لاریون کوونکو د غږ د خپ کولو او د دوی د احساساتو د کابو کولو لپاره ځینې ناکامې هڅې وکړې، خو چندان کار یې ورنه کړ، ځکه پاکستاني رسنیو د لاریون کوونکو غږ خپور نه کړ، پر لاریون کوونکو یې انټرنیټ بند کړ چې د سوشل میډیا له لارې دوی خپل غږ نړیوالو ته ونشي رسولی، مګر دغه غږ ټولې نړۍ واورېده او د پاکستان دغه ناکامه هڅه یې هم ولیدله.

د دې ترڅنګ یې د لاریون کوونکو مخه او لارې ونیولې، د دوی د پاشلو په موخه یې د نفاق او شقاق برنامې تطبیق کړې. د لاریون تنظیمونکي یې په مرګ تهدید او وګواښل، خو هغوی له خپلې دغې برحقې مبارزې څخه نه یوازې په شا نه شول او د پاکستان د ګواښونو پروا یې ونه لرله، بلکې خپل لاریونونه او سوله ییز او د عدالت غوښتنې حرکتونه یې ترپخوا لا منظم کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون کوونکو د پاکستان له ټولو وحشتونو او ظلمونو څخه پرده پورته کړه، دوی د خپلو سیمو د هغو لا درکه کسانو شمېر په ډاګه کړ چې د پاکستان پوځ او استخباراتو په لارو، کورونو او کارځایونو کې نیولي او بیا یې نامعلوم لوري ته وړي. له وړلو وروسته یې یا هم وژلي، یا یې شکنجه کړي او یا یې په پټو او ناڅرګندو ځایونو کې ساتلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په خپلو سیمو او کلیو کې د پاکستان د پوځ له لوري د خپلو مشرانو، مبارزینو او روښنفکرو یادونه هم وکړه چې پاکستان د خپل حق غوښتنې په ګناه ترور کړي. دوی دا هم وویل چې پوځ د دوی په کلیو او سیمو کې له خلکو سره ناسم چلند کوي، دوی ځوروي، کورونه یې پلټي، د تګ راتګ او له کوره د راوتلو بندیزونه ورباندې لګول کېږي. لنډه دا چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د دوی پر وړاندې له هیڅ وحشت او ظلم څخه درېغ نه دی کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان د حکومت، استخباراتو او پوځ له کومو ظلمونو او وحشتونو پرده پورته کړې، پاکستان یې پر وړاندې لا ځوابه دی، نو له همدې امله د هغوی د کرارولو او د نړیوالو د بوختولو او د عامه ذهنیت د بدلولو لپاره پاکستان ځینې نورې سناریوګانې په لاره اچوي، دوی وخت ناوخت د افغانستان پر خاوره توغندیز بریدونه کوي او یا هم زموږ په سرحدي سیمو کې پر امنیتي پوستو حملې کوي او یا د اغزن سیمو غځولو ته مخه کوي، دوی غواړي چې په خپلو دغو له تاوتریخوالي ډکو حرکتونو سره افغانان راوپاروي او بالمثل عمل او عکس العمل ته یې مجبوره کړي او په دې ډول د دوی پر ضد په کور دننه را پیل شوي لاریونونه او د عدالت غوښتنې حرکتونه کرار او د پاکستان په اړه د نړیوالو افکار او ذهنیتونه بدل کړي.

محمد روښان ښاد