پنجشنبه , 28 مارچ 2024

پاکستان له کومه درده کړېږي؟

د افغان حکومت او ولسمشر غني د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله پاکستان داسې حد ته رسېدلی چې له ډېره درده هم پر ځان او پر نورو خولې لګوي. له کومې ورځې چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د شف شف پالیسۍ پرځای د شفتالو دریځ اختیار کړی او په ټول منطق، استدلال او مستند ډول یې د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته بربنډه کړې، نو له همغې ورځې د پاکستان ابرو لوېدلې. د پاکستان اعتماد او حیثیت په نړیواله کچه له منځه تللی.

اوس په نړیواله کچه د پاکستان د نوم له اورېدو سره د خلکو څېرو ته وېره، ډار، وحشت، ترور، چاودنې او ګڼې نورې ناخوالې ودرېږي. اوس هر بهرنی نږدې په دې خبر دی چې پاکستان د ترهګرۍ ځاله او د تروریزم د تولید مرکز دی. پاکستان کې ترهګر پټنځایونه او روزنځایونه لري. اوس ټولو دا درک کړې چې پاکستان له ترهګرۍ څخه د بهرنۍ پالیسۍ او د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

سره له دې چې په تېرو کلونو کې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم له نړیوالو څخه پرېمانه امکانات او امتیازات ترلاسه کړل، د بهرنیانو سترګو ته یې په خپله چالاکۍ او مکارۍ خاورې ور وشیندلې، مګر افغان دولت د پاکستان دغه نړیواله مکاري او چالاکي په صفر کې ضرب کړه او له همدې امله نن سبا پاکستان نه یوازې د نړیوالو له بې باورۍ سره مخ دی، بلکې له نړیوال فشار سره مخ دی او دومره منزوي شوی دی چې که خپل دریځ بدل نه کړي، نو باور دی چې ځان به بېخي یوازې احساس کړي. پاکستان نن سبا له خپل همدغه درده کړېږي.

پاکستان خپل اوسنی وضعیت، نړیوال فشار او منزوي حالت یوازې او یوازې له افغان حکومت څخه انګېري او د همدې لپاره د افغانستان پر وړاندې له هیڅ ډول مزاحمت څخه مخ نه اړوي، هم باروت او وسلې را استوي، هم د بریدونو او عملیاتو پلانونه او پروګرامونه جوړوي، هم خلک لمسوي، هم مخالفینو ته امکانات، لارې او ګودرې ور ښیي او هم پر پوله اغزن سیم تېروي، هم پر کونړ توغندي را اوروي او هم پر افغان خاوره او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کوي.

پاکستان غواړي په خپلو دغو کړنو سره افغان ولس او افغان حکومت ولمسوي او هغوی دېته مجبوره کړي چې د پاکستان پر وړاندې په بالمثل عمل لاس پورې کړي او بیا په اسانه دا پلمه ترلاسه کړي چې د خپلو ټولو بدبینیو او ملامتیو پړه افغان حکومت او ولس ته ور ترغاړې کړي، مګر افغان حکومت او ولس اوس په ډېره هوښیارۍ او بیدارۍ د ملي ګټو په چوکاټ کې خپل ګام پورته کوي.

افغان مقامات اوس د تېر په څېر خپلې لاسته راوړنې چې په سختۍ یې ترلاسه کړي د تېر په څېر په اسانۍ او احساساتو نه بایلي. افغان حکومت پاکستان ته د مذاکراتو او د ستونزو د حل لپاره ډېر منطقي وړاندیزونه کړي. د افغان دولت وړاندیزونه دومره منطقي دي چې پاکستانی لوری یې په ښکاره د ردولو جرئت نه لري او نه یې هم له زړه څخه تائیدوي. د دوی ټوله هڅه داده چې افغان حکومت له ځان سره په جنجال کې ښکېل کړي او بیا په کراره د نړیوالو د قانع کولو لپاره خپل ځان له جنجال وباسي او افغان حکومت په جنجال کې ښکېل پرېږدي.

اېمل پیاوړی