پاکستان په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول وايي، طالبان نه شي کولی بیاځلي افغانستان ونیسي او پاکستان به یې هم ملاتړ و نکړي.

جنرال بابر افتخار ویلي، چې، افغانستان اوس د ۹۰ مو لسیزو افغانستان نه دی او طالبان یې په آسانۍ سره نه شي نیولی.

نوموړي همداراز ویلي چې افغانستان کې بنسټونه ډېر پیاوړي شوي او امکان نه لري چې طالبان یې په آسانۍ سره ویجاړ کړي.