پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پاکستان په بلوچستان کې د ایران دوه بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

د پاکستان بلوچستان ایالت چارواکي وايي، له ایران سره گډې پولې ته څېرمه پنجگور سيمې کې يې د ایران دوه بې پيلوټه الوتکې د پولې د سرغړونې له امله نسکورې کړي دي.

د بلوچستان حکومت سرچينو رسنيو ته ويلي، چې « دواړې بې پيلوټې د ایران جوړې وې ، د پاکستان د حريم مخالفت له امله پاکستاني جيټ جنگي الوتکو رانسکورې کړي دي.»

چارواکو ويلي، د ایراني بې پيلوټو پاتې شوني يې په خپل واک کې اخيستي دي.

د پاکستاني چارواکو په وينا د ایران د نسکورې شوې بې پيلوټې پاتې شوني په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ایران له پاکستان سره اوږده پوله لري، د پاکستان چاغي، واشک، پنجگور، کيچ او گوادر له ایران په پوله پرتې پنځه ولسوالۍ دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي، چې د پاکستان جيټ ايف ۱۷ جنگي الوتکو دوه ایراني بې پيلوټه نسکورې کړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا بې پيلوټه الوتکې کله غورځول شوي دي.

د پاکستان او ایران د پولې په اوږدو کې وخت پر وخت نښتې رامنځته کېږي، چې تېره مياشت د ایران او پاکستان گډې پولې ته څېرمه وسله‌والو لس ایراني پوله ساتي وژلي وو، له هغه وروسته ایران پاکستان ته گواښ کړی و، چې د ترهگرو مخالفينو پر ضد به د پاکستان په گډون په هر ځای کې عمليات وکړي، خو پاکستان هغه مهال گواښ کړی و، که ایران داسې وکړي، پاکستان به «د خپلې دفاع» ځواب ووايي.