پاکستان کې د افغانستان د ازادۍ د ورځې په نمانځلو یو شمیر افغانان نیول شوي دي.

پولیس وایي دوی اوس د هغو افغانانو د گرفتارولو دپاره چاپې هم پیلې کړي کوم چې د خپل ملک د آزادۍ ورځ یې لمانځله.

پولیسو ویلي چې دغو افغانانو په گاډو کې بیرغونه لېږدول او رش یې جوړ کړی و، او مخکې تر دې یې پولیس هم نه و خبر کړي چې گني دا ورځ به دوی داسې لمانځي.