پاکستان یو وار بیا پر کونړ توغندي توغولي

د کونړ چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د دغه ولایت پر شلطن ولسوالۍ دوه سوه توغندي توغولي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

دکونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وویل، چې تر دې دمه پاکستاني عسکرو ۲۰۰ راکټونه پر کونړ توغولي دي. دده په وینا په دې بریدونو کې خلکو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.