پرتليز ادبيات

لیکوال: استاد اجمل ښکلى

انسان ناشعوري پرتله کوي. په ژوند کې چې له کومو پېښو يا کسانو سره مخېږي، شعوري ناشعوري يې له تېرو پېښو او ورته اشخاصو سره پرتله کوي او په دې ډول قضاوت کوي. دا پرتليز قضاوت چې علمي اساس ومومي، په يوه فرهنګي چاره واوړي او ټولنې ته ګټه ورسوي.

وسمهال د ادبياتو پرتله په يوه مهم تمايل اوښتې او دا بېلابېل لاملونه لري. په لويديځ کې په ماډرنيز کې د غرب کلچر پر وړو کلچرونو ځان تحميلاوه؛ خو په پسنويتابه(پوسټ ماډرنيزم) کې د يوه کلچر د نه انتخاب له امله نړۍ وړو سيمه ييزو فرهنګونو ته اهميت ورکړ. يونيسکو د ټولو ژبو د خوندي کولو خبره راپورته کړه، ځکه چې يوه ژبه مازې يوه ژبه نه ده، بلکې يو فرهنګي ميوزيم دى(چامسکي).

د ټولو فرهنګونو اهميت سيمه ييزو او هېوادنيو کلچرونو ته زمينه مساعده کړه، چې په نړيوال بازار کې ځان ته ځاى پيدا کړي او په دې ډول هېوادونو فرهنګي او علمي سيالي پيل کړه. اوس هېوادونه هڅه کوي چې پر نړيوالو خپل علمي او فرهنګي توليدات وپلوري او د خپلې اړتيا په کچ او د خپلې ټولنيزې تشې د ډکولو لپاره د هغوى فرهنګي او علمي توليدات وپېري.

اوسنۍ نړۍ د تعامل نړۍ ده. په مجاز او واقعيت کې نړۍ په يوه کلي اوښتې. نيټ بشر سره نېژدې کړى. همدا ډول سرکونو، ريللارو او په تېره هوايي ليکو په واقعي نړۍ کې د بشر راشې درشې او فرهنګي راکړې ورکړې ته لار هواره کړې. د زياترو هېوادونو بوخت هوايي ډګرونه د بشري تعامل بېلګې دي. شپه او ورځ فرهنګي ټولي او د علم د زده کړې لارويان ډلې ډلې په بېلاېلو هېوادونو کې فرهنګي فيستوالونو او علمي غونډو ته روان وي او له يو بل نه زده کړه کوي. همداسې په جال(نيټ) کې هم د علمي او فرهنګي تعاملاتو او پېر و پلور بازار ګرم وي.

هوښيار ملتونه له اوسني بشري تعامل نه استفاده کوي او په دې سيالۍ کې فعاله ونډه اخلي. له يوه لوري نړۍ ته ښيي، چې دوى هم د خرڅلاو او تقليد وړ توليدات لري او له بل لوري د نړۍ له تجربو استفاده کوي او په پايله کې پر نړۍ اغېز شيندي او د ځان په اړه مثبت فکر ورکوي، ځکه چې اوس هېوادونه په انزوا کې ژوند نشي کولاى. په دې بهير کې ساده ملتونه هغه دي، چې هېڅ بې هېڅه پر خپل فرهنګ غره دي او له ځانه لوړ لوړ دېوالونه راتاووي؛ خو دا يې هېر دي، چې يو فرهنګ هم پر ځان بسيا او بشپړ نه دى، بلکې د خپلې بډاينې لپاره پور ته اړ دى.

د تعامل يوه بڼه په هنر کې د پرتلې په ډول وينو. هېوادونه په دې پوهېږي، چې په انزوا کې يې تاوان دى او د ګټې لپاره نړيوال مارکيټ ته اړتيا لري؛ نو هڅه کوي، چې له نړۍ سره فاصلې کمې او مشترک ټکي ورسره پيدا کړي. د پرتليزو ادبياتو د مهم کېدو تر شا دا سياسي او اقتصادي موخه پرته ده، ځکه چې د نړۍ د پرمختلليو فرهنګونو له نړيوالو څېرو سره د خپلو پنځګرو د پرتلې په مټ د نړۍ پام ځان ته رااړولاى شو.

د پرتليز مېتود پيل د پنځګرو ترمنځ له پرتلې نه کېږي. پرتله دا مانا چې دوه يا کله ناکله درې پنځګر سره د ګډو خواوو پر بنسټ سره مقايسه شي او په دې ډول يې توپيروونکې ځانګړنې رابرسېره شي.

پرتله پر ورته واليو ولاړه ده. پرتله کېدونکي آثار يا پنځګر بايد دومره همرنګۍ ولري، چې پر بنسټ يې پرتله شونې شي. که دا نه وي، پرتليز مېتود موثر نه دى.

ادبي پرتله لاندې ډولونه لري:

يو؛ دوه همکتبه شاعران سره پرتله شي او په پرتليز نقد کې دا انتخاب ځکه اسان دى، چې بالعموم د همکتبه پنځګرو ترمنځ جوت ورته والي موجود وي؛ خو بيا هم لکه څرنګه چې آن د غبرګونو وروڼو ترمنځ توپير وي، د همکتبه شاعرانو د سبکونو ترمنځ هم وي. په پښتو کې ډاکټر لياقت تابان د “د حميد او شمس الدين پرتليز جاج” او د ” د شيدا او حنان پرتليز جاج”په نامه د همکتبو شاعرانو پرتله کړې ده.

دوه؛ کله يو لوى پنځګر پيدا شي او ادبي روايت مات کړي او د يوه نوي سبک بنسټ کېږدي، چې ورپسې او هممهاله شاعران يې د شعر يا نثر په لوست اغېزمن شي او داسې يو سبک په يوه مکتب واوړي. د يوه مکتب د سرلاري او پپرو ترمنځ يې هم د پرتلې امکان شته، چې په دې ډول ښايي پرتليزه کره کتنه د حکمي يا قضايي هغې رنګ واخلي او سرلارى د ماډل په توګه رامخته شي؛ لکه له رحمن بابا سره يې د کوم پيرو مثلا يونس خيبري يا پير محمد کاکړ پرتله.

دري؛ د سبکونو همرنګي کله کله له ژبې پښه اړوي او په دوو يا څو ژبو کې داسې شاعران پيدا شي، چې له يو بل نه اغېزمن وي. ښه بېلګه يې هندى سبک دى؛ خو تر دې پخوا هم په پښتو ادب کې سبکي همرنګي وينو او د دې يو لامل مسلطه فرهنګي او سياسي ژبه ده. پارسي د اسلام له راتګ سره په دې سيمه کې د مذهب دويمه او د رسمياتو لومړۍ ژبه شوه، چې له سياسي، اقتصادي او مذهبي ځواک سره يې پر سيمه ييزو ژبو او ادبياتو اغېز وشينده. زموږ شاعرانو له سبکونو او محتوا پرته آن محبوبه هم له پارسي دربارونو او ترکي چاپېرياله واخيسته. دا کار هغه وخت بد نه و او د تضمين، استحسان او بلهاوو نورو اصطلاحاتو په نامه روا ګڼل کېده، ځکه چې هغه وخت د وخت د بدلون انګېرنه کمزورې وه. خلکو فکر کاوه، چې نړۍ له ادمه تر دې دمه همداسې ده او همداسې به وي، ځکه يې نو د خپلو اسلافو تجربې د کاڼي کرښې ګڼلې، چې بيا بيا يې په ولاړه زمانه کې په ورته بڼه تکرار حتمي ګڼل کېده. په داسې زمانه کې د انفراديت پرځاى ټولنيزتوب اهميت لري او د ورته اخلاقي خبرو بيان عيب نه ګڼل کېږي.

خو صنعتي انقلاب، د ساينس پرمختګ،  د فلسفي افکارو بدلون او په دموکراتيکو نظامونو کې د فرد نقش د ټولنې پرځاى فرد مهم کړ او خلکو ته يې د تحول تصور ورکړ. کومو ټولنو چې پخوا ثبات منلى و، اوس د تحول پر ثبات باور لري. البته په دې نوې نړۍ کې داسې دودپالي ملتونه لا هم شته، چې له تحوله وېرېږي او داسې انګېري چې که سترګې پټې کړي؛ تحول به محوه شي. د علومو پرمختګ او د فرديت اهميت، چې فرد پکې د ټولنې د هوساينې لپاره د فکر او نقد خپلواکي ترلاسه کړه، خلک له تکرار سره حساس کړل او پر خپله ماضي او اسلافو يې د شک او نيوکې جرات پيدا کړ، ځکه نو اوس په هنر کې هغه څه ته پليجريزم يا غلا وايي، چې پخوانو په بېلابېلو نومونو روا ګڼل.

خو د دې مانا دا نه ده، چې د بلې ژبې له يوه پنځګره اغېزمنتيا ګنې غلا ده. د هغه پر سبک تګ او له هغه غلا دوه بېل مفاهيم دي. په معاصر وخت کې هم موږ وينو، چې د لويديځ ډېرو ادبي مکتبونو زموږ ادبيات اغېزمن کړل، چې د سوسيالسيتي رياليزم او سېمبوليزم په بڼه يې وينو. په ګاونډي ايران کې يوشيج د فرانسې له سېمبوليزم اغېزمن و، چې تر اخوان ثالث، شاملو او فروغ فرخزاد پورې ډېرو بيا د يوشيج لار ونيوه. همداسې په هند کې ميراجي او بيا ن م راشد هم د سېمبوليزم په اغېزمنو کې وو.

د ګاونډيو ژبو ترمنځ د فرهنګي راکړې ورکړې امکان ډېر وي او دا د ګاونډيو ژبو ترمنځ پرتليز نقد ته لار پرانيزي. دا ډول نقد په پښتو کې د رحمن بابا او د سعدي او حافظ ترمنځ شوى دى.

څلور؛ پر ګاونډيو ژبو سربېره دا هم امکان لري، چې د يوه لرې هېواد پنځګر له خپل يوه پنځګر سره پرتله کړو. يو خو دا چې بشر که د نړۍ په هر ګوټ کې اوسي، بيا هم بشر دى او د نړۍ د بل سر له انسان سره مشترکې بشري تجربې لري او دا موږ د انسان د تحول په ټوليز تاريخ کې وينو، چې ټول بشر تقريبا له ډبر پېر نه د برونزو او اوسپنې تر مهال يو ډول بدلون کړى او د ټولنپوهنې له زاويې نه تقريبا يو شان له اسطوري پېره راتېر شوى، چې دا ځانګړنه يې موږ د اسطورو په ګډو ټکو کې وينو. په پښتو کې د دې ډول پرتلې يوه بېلګه د شکسپيير له “روميو جوليت” سره د نواز طاير د “ادم خان درخانۍ” د نکل پرتله ده. په دواړو کې د اتلانو مرګ، يو ډول ټولنيز اختناق، سوزنده مينه او ورته کيسه ييز جوړښت پرتله ممکنوي. همدا پرتله د اروپا د منځنيو پېړيو او رنسانس د پيل د رومانونو او پښتو نکلونو ترمنځ هم شونې ده.

څرنګه چې نړۍ اوس سره نېژدې شوې؛ نو د يو بل د اغېزمنولو امکان تر پخوا ډېر دى. په وسمهال کې موږ وينو، چې يوه نوې تجربه په چټکۍ سره د نړۍ په بل سر کې پورېږي او همدا لامل دى، چې څلور ډول پرتله نن سبا ډېره ده.

پينځم؛ ښايي د تېر مهال او وسمهال د پنځګر ترمنځ پرتله وشي. کله کله په ادب کې پوره يوه دوره راګرځي، چې يوه بېلګه يې په لويديځ کې کلاسيزم ده يا د تېرې دورې يو تمايل په راروانه ژبه کې يو مکتب اغېزمن کړي؛ مثلا: د رومانتستانو په اړه وايي، چې د رنسانس له ماروالطبيعي شاعرۍ نه اغېزمن وو يا هم يو مکتب يا شاعر د راروانې زمانې يو شاعر پليونۍ ته اړ باسي. په پښتو ادب کې رحمن بابا لوى شاعر و؛ خو که اوس څوک د رحمن بابا غوندې شاعري کوي، د عيب په سترګه ورته ګورو، ځکه د رحمن بابا واعظانه سادګي په اوسنۍ پېچلې او رنګينه زمانه کې راباندې ښه نه لګي؛ خو هندي سبک چې اوسني پېچلي لوستونکي ته رنګينې خبرې لري او تنده يې خړوبولاى شي، لا سم له برمه نه دى پرېوتى. په دې توګه؛ له شيدا يا په بله ژبه کې د بيدل سره د پسرلي صاحب پرتله شونې ده.

شپږم؛ موږ تر اوسه د پنځګرو ترمنځ پر پرتله خبرې وکړې؛ خو پرتليز ميتود د مشترکو موضوعاتو، فورمونو او سبکونو ترمنځ پرتله هم شونې بولي. مثلا: د پښتو او پارسي غزل يا د پښتو د پخواني او اوسني غزل، همداسې د محتوا پر بنسټ د وېرنۍ، طنز او نورو پرتله. د فورم پر بنسټ زموږ لنډه کيسه د نورو ژبو له لنډو کيسو سره څه توپيرونه او ورته والي لري؟ همداسې د موضوع پر بنسټ، مثلا د جنسيت له مخې د اردو د سعادت حسن منټو او د پښتو د اکبر بري او سوله مل شينواري د کيسو ترمنځ پرتله ممکنه ده. همداسې د رواني او سوسيالستي موضوعاتو او تمايلاتو پر بنسټ.

د دې ټولو ډولونو لومړنۍ او بنسټي موخه دا ده، چې که په هره بڼه وي، پرتله هله شونې ده، چې ورته والي موجود وي، چې له دې لارې د دواړو خواوو مرموز او پټ اړخونه او توپيرونه رابرسېره شي. همرنګۍ چې څومره ډېرې وي، نقد به هغومره بريالى او ژور وي او که کمې وي، نقد به کمزورى وي.

په پرتله کې که د کر کتونکي کره کنته يو اړخ ته کږه وي؛ نو پښتانه متل کوي، چې کوږ بار تر منزله نه رسي. ښه ده، چې تر خپله وسه ناپيېلې اوسو او د تلې شاهين قاضي کړو.