چهارشنبه , 17 اپریل 2024

پرینکا چوپړا د بې خوبۍ له ستونزې سر ټکوي

د بالیووډ وتلې ستورې، چې اوس يې په هالیووډ کې هم ځان ته خپل ځای جوړ کړی، ویلي، چې خوب يې نشته او تر ډیره د خوب په انتظار ویښه وي.

پرینکا چوپړا په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې له امریکا تازه ممبیي ته راستنه شوې او آن تر سهار هم خوب نه ورځي.

هغه وايي، فکر کوي، چې بې خوبي يې ممکن د اوږد سفر له امله وي، خو بیا هم ورسره تشویش ملګری دی، چې څنګه يې خوب نشته.

بې خوبي هغه ناروغي، چې اوس ورسره ګڼ خلک لاس او ګریوان دي. بې خوبه خلک په ژوند کې همیشه خواشیني او زړه تنګي وي.

ډاکتران هره شپه، کم تر کمه د ۷ تر ۸ ساعته خوب سپارښتنه کوي.