چهارشنبه , 24 اپریل 2024

پرینکا چوپړا رسوا شوه؛ شارخ خان یې پټ یار و

د هندي سینما وتلې ادکارې پرینکا چوپړا تازه په یوه مرکه کې د خپل شخصي ژوند له یوې مهمې برخې پرده پورته کړې.

چوپړا ډیر کله په رسینو کې د شخصي مسایلو په اړه نه غږیږي، خو په وروستیو څو پرله پسې مرکو کې هغې د خپلې مینې او مین په اړه ناویلې خبرې شریکې کړي دي.

پرینکا چوپړا وايي، چې دې کلونه له یو کس سره ټینګه یارانه وکړه، خو سر يې ونه نیوه. نوموړې وړاندې ویلي، چې کابو کال وشو، چې کوم انډیوال نه لري.

پرینکا چوپړا نه وايي، چې پخوانی میئن يې څوک او څه کاره و؛ خو وايي، “مخکیني عاشق ته زه ایم اف وايم”.

په متحده ایالاتو کې د ډرټي لنډري Dirty Laundry په نوم یوې ټلویزوني خپرونې ته، پرینکا چوپړا هغه جاکیټ راوړی و، چې په وینا يې د مخکیني یار جاکټ يې دی.

د چوپړا له ټلویزوني مرکې شیبه وروسته، په ټولنیزو رسنیو او ان لاین میډیا کې د شارخ خان هغه عکسونه خپاره شول، چې ګومان کیږي، همدا او یا هم همدې ته ورته جاکیټ يې اغوستی دی.

داسې ګومان کیږي، چې پرینکا چوپړا، شارخ خان خپل پخوانی عاشق بولي؛ خو پرینکا په دې اړه کومه واضح تبصره نه ده کړې.

پرینکا چوپړا او شارخ خان د ډان فلمونو سربیره په ګڼو نورو فلمونو کې هم ګډ لوبیدلي دي.