پر ادبیاتو د انټرنټ اغېز

انټرنیټ په ننی عصر کې د ژوند په ډېرو برخو کې د اسانتیاوو راوړونکې وسیله ده. ددې ټکنالوژی په برکت ټولنیزې اړیکې پراخې شوې ، په لږ وخت ډېرو موضوعاتو ته لاسرسې موندلای شو، په کور یا دفتر کې د انځور په لیدو سره خپل د خوښې وړ څیز پیرودلای شو او داسې سلګونه نورې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

انټرنیټ پر مټ له بیلابېلو واټنونو غونډې او کنفرانسونه نیولی شو، خلک کولای شي د سکایپ او یا هم نورو ټولنیزو شبکو له لارې له خپلې سیمې څخه په غونډه کې برخه واخلي او خپل اندونه څرګند کړي. انټرنیټ په ټوله نړۍ کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو تر څنګ په ادبیاتو هم خپل اغېز شیندلی.

انټرنیټ پر ادبیاتو ډېرې مثبتې اغېزې کړي، اوس لیکولان او شاعران کولای شي پرته له کوم محدودیته خپل اثار لیرې سیمو ان لرې هیوادونو ته ولېږي؛ خو مخکې له انټرنټه اثار په ځانګړي هېواد پورې محدود و، په نورو هېوادونو کې به لاسرسی نه ورته کېده یا به لوستونکو د بل چا په لاس اثر راغوښته او یا به تر ډېرو ورځو نه تر لاسه کېده؛ خو د انټرنټ په راتګ سره لوستونکي کولای شي په ډېرې لږه موده کې خپل د نظر وړ اثر لاسته راوړي او په دې ډول د وخت ضایع کیدو مخه هم نیول کېږي.

له بلې خوا لیکوال او شاعر ته هم ګټه رسوي؛ ځکه د نړۍ په هر ګوډ کې د دوی د اثارو لوستونکي مومي، د دوی د افکارو او اندونو تر اغیزې لاندې راځي.

پر ادبیاتو د انټرنټ دغه اغیزه په افغانستان کې ښځمنې طبقې ته ډېره ګټه رسولې ده؛ ځکه ښځې د ځینو ټولنیزو محدویتونو له امله نشی کولای هر مهال خپل د نظر وړ اثر لاسته راوړلو لپاره کتابتونونو ته مخه کړي. نو د انټرنټ په شتون کې کولای شي په کور کې د خوښې وړ کتاب تر لاسته کړي. د دې یوه بله ګټه دا ده چې د کتاب ډونلودولو په مرسته یې د لګښت مخه هم نیولې وي، یعنې که کوم کتاب په کتابتون کې په پنځوسو افغانیو پېري، د انټرنټ په وسیله یې څلور یا پینځه ام بی راښکته کولی شي.

که څه هم د انټرنټ اغیزه په ادبیاتو ډیره ده خو زیانونه هم لري، ځکه لوستونکي د کتاب لوستولو یا پيرلو لپاره کتابتونو ته نه ځي، بلکه په کور یا بل هرځای کې د مبایل یا کمپیوتر په وسیله کتاب راښکته کوي.

که چېرې د انټرنټ او کتابتونو څخه په ګټې اخیستنې کې تعادل وساتل شي نو دغه لږ زیان به یې هم ادبیاتو ته نه وي رسولی.

لیکوال : مسکا امینزۍ جانباز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *