پنجشنبه , 18 اپریل 2024

پر روغتيا باندې د ټولنيز کېدو ګټې

ژباړه: ساحل منګل

انسانان  په ټولنيزو ډلو کې  نړۍ ته راغلي دي او ټول  ژوند د ټولنې په يوه برخه کې تېروي او بغير له  ټولنيز کېدو څخه د هغه ژوند سخت او يا حتی ناممکن دی.  خو آيا تر اوسه مو دې ته فکر کړی دی، چې ټولنيزې اړيکې د انسانو پر  روغتيا باندې څومره اثر لري؟

انسانان  خيالونه کوي، يادول کوي، رشد کوي  او کار کوي. په هغه ټولنه کې چې مونږ  زېږيږو او هغه ټولنې چې د ژوند په اوږدو کې  ېې طی کو زمونږ هويت جوړوي.

ډيری انسانان  په ټولنيزو تعاملاتو کې د آرامتيا حس لري او د خپلو ګډو تجربو څخه  خوند اخلي. همدارنګه ځېنې کسان د خپلو دوستانو څخه داسې انګېزې اخلي تر څو په  سالمو فعالیتونو باندې لاس پورې کړي.

څېړنې  ښيي، چې د انسانانو تر منځ  اړيکې د عصبي سيستم ځينې برخې  تحريکوي تر څو داسې شيان ترشح کړي  چې د هغې دنده د سټرس او اضطراب د کچې ټيټوالی دی. کله  چې مونږ مخامخ اړيکه لرو په راحت سره کولای شو د اوږد مهال لپاره په  سټرس باندې غلبه وکړو.

همدا ډول  پوهان په دې  عقيده لري، چې د ټولنيزو تعاملاتو پر  مهال دوپامين توليديږي او همدا ډول مورفين هم  عمل کوي. هغه څېړنې چې په تېر کې هم ترسره شوې دي ددې ښکارندويي کوي، چې ټولنيز تعاملات  زياتې ګټې لري. د بېلګې په ډول په يوه څېړنه کې راغلي هغه خلک چې د سرطان د ناروغۍ له امله  په کورونو کې بستر دي د دوستانو او د کورنۍ د غړو د همېشه ليدلو او خبرو کولو له امله د نورو پرتله  په جسمي او اروايي لحاظه قوي دي.

ټولنيزې اړيکې د مغز د پراختيا لامل کيږي. ټولنيزې اړيکې او انګيزې د حافظې له  ښه والي سره مرسته کوي او ماغزه د عصبي ناروغيو څخه ساتي. هغه کسان چې په ټول ژوند کې  ېې ډېرې ټولنيزې اړيکې لرلې دي د ژوند په اخري برخه کې ېې ذهن هماغه ډول قوي پاتې شوی دی.

د مېډيکل نيوز، ټو ډي په يوه راپور کې راغلي، هغه  خلک چې په ډله ايز ډول سپورت کوي د هغو خلکو پر تله  ېې جسمې وضعه سالمه ده چې يوازې ورزش کوي.

په اسلام کې هم  په ټولنيز کېدو او له خلکو سره په ښه رويه  باندې ډېر تاکيد شوی دی ، چې لوېې بېلګې ېې د ناروغانو  پوښتنه، د ګاونډيانو سره ښه چلند، سلام اچول او نور ګڼ شمېر دي.