پنجشنبه , 18 اپریل 2024

پر ماشومانو د کمپیوټري جنګي لوبو اغېزې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

څېړنو ثابته کړې چې کمپیوټري او یا هم په ځیرکو موبایلونو کې یو شمېر لوبې د ماشومانو پر رواني حالت منفي اغېز پرېباسي.

د ارواپوهنې متخصصين وایي، هغه ماشومان چې د کمپیوټر او یا هم ځیرک موبایل په وسیله جنګي لوبې کوي له رواني پلوه يې راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

په دغسې لوبو کې په مجازي ډول وسلې کارول کيږي، خلک وژل کيږی، وینې بهول کيږي او چاودنې کيږي چې دا هر څه د یوه تنکي ماشوم پر روان منفي اغېز کوي او په راتلونکې کې ترې یو سخت زړی او بې پروا کس جوړيږي.

ښه ده چې ماشومانو ته د هغوی له سویې سره سم د ماشومانو اړوند داسې لوبې انسټال شي، چې هم یې فکري قوه پیاوړې شي او هم ترې مثبت تقلید وکړي. د ماشوم ذهن سپین کاغذ ته ورته دی، چې څه غواړی پرې ليکلی يې شی.

ماشومان اوس تر ډېره په کلي او کوڅو کې د سیمې مروجې لوبې نه کوي او د دې ټولو ځای کمپیوټري لوبو نیولی دی، چې ډېری یې د ماشومانو لپاره خورا ګواښوونکې دي.

میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو راتلونکې ته جدي پاملرنه وکړي او پرېنږدې چې ماشوم یې سخت زړی، خشن او بدماش لوی شي.