پنجشنبه , 28 مارچ 2024

پسرلی د وخت ارزښت!

لیکوال : عبدالله کمال

پسرلی موږ ته له نیکونو راپاتې یو دود دی چې له هر څه لومړی د وخت ارزښت په ګوته کوي.

پخوانیو اریایانو د پسرلي په موسم کې څو ډوله جشنونه او مېلې درلودې.

د دغو مېلو په ترڅ کې څو ډوله باارزښته ټولنیز کارونه ترسره کېدل.

په دې کې یو هم د بزګرانو جشن و، چې په دې ورځ به د اریانا د پاچا په وړاندې بزګران له خپلو مواشیو سره رژه تېرېدل او د مواشیو او تخمونو پیاوړو روزونکو ته به جایزې وېشل کېدې.

بل جشن د ټولنیز مسوولیت او ودونو د ترسره کېدو و. په دې جشن کې به هغه کسان چې د ځوانۍ عمر ته رسېدلي وو او د پاچا او یا هم د کلیو او ښارونو د مشرانو له خوا ورته ټولنیز مسوولیتونه او دندې ورترغاړه کېدې، نو هغوی ته به سپین، سره، شنه او آبي کمربندونه تړل کېدل چې هر یو یې د ځانګړو مسوولیتونو او دندو لکه تبلیغ او تدریس، امنیتي چارې، د ځمکو او بندونو ابادولو او نورو استازي کوله.

په دې مېلو کې بله هم د ګل سرخ مېله وه، چې خلک به دښتو او زرغونو ورشوګانو ته وتل او هلته به یې د پسرلي له شنه موسم خوند اخیستلو سربېره میرانو(مشران او سرداران) د خپل ماموریت لپاره د جلب او جذب بهیر هم پرمخ وړه.

اریایانو له پسرلي سربېره په مني کې هم جشنونه لرل چې دا جشنونه یې د مشرانو او پاچا په وړاندې د پسرلي د کارونو د پایلو ګزارشول وو.

د دې مېلې اثار اوس هم په پارس کې د داریوش یا جمشید د ماڼۍ پر دېوالونو حک دي او په دې منځ کې د ګندهارا د خلکو انځورونه هم شته چې داریوش ته یې تحفې راوړې دي.

د دې څرګندونو موخه دا ده چې په مستنده توګه زموږ د تېر تاریخ یوه زرینه برخه جوته شي او په دې وپوهېږو چې زموږ تېرو نسلونو له پسرلي او مېلو نه په ګټه څه ډول خپلې دنیوي چارې سمبالولې.

که ورته ځیر شو، نو لیدل کېږي چې پسرلی د اریایانو ترمنځ یوازې یو تش موسم نه و، بلکې د یوه تولنیز ارزښت په توګه څرګندېږي. ځکه دغه مهال د یوې میډیا په توګه د ولس او حکومت ترمنځ اړیکه نیول کېده، د راتلونکې لپاره مهال وېش جوړېده، د چارو د سمبالښت لپاره پلانونه ترتیبېدل، همداراز چارواکي او مسوولان ورته ټاکل کېدل.

همدې جشنونو او مېلو د خلکو او چارواکو ترمنځ د جرګو او مشورو، حساب او کتاب زمینه هم برابروله او په دې توګه ټولنه یې له یوه په ټپه ولاړ حالته متحرک او پویا حالت ته بیوله.

لنډه دا چې همدا پسرلی او د هغه همدا جشنونه او مېلې او له وخت څخه سمه ګټه پورته کول وو چې اریایان یې د برم او تاریخ په سر کې درولي وو.

اوس هم زموږ ترمنځ د پسرلي د یاد تازه کول شته او یوشمېر دودونه یې راپاتې دي، خو هغه پخوانی خوند او رنګ نه لري. ځکه د پسرلي اوسنۍ یادونې او نمانځنې تشې خبرې دي او په رښتیني توګه سیاسي او ټولنیز ارزښتونه نه تمثیلوي.

اوس مهال له پخوانیو پسرلنیو مېلو د نوروز او ګل سرخ مېله راپاتې دي، چې ځینو ملایانو یې نابودۍ ته مټې رانغاړلي، ناامنیو نور هم پسې بې خونده کړي او د دولت مخالفانو او ځینې نورو کړیو د خپلو سیاسي اغراضو نښه ګرځولې دي.

له تنظیمي حکومتونو مخکې حکومتونو د پسرلي او نوروز رسمي نمانځنه کوله چې په دې لړ کې د بزګر جشن، په یوشمېر زیارتونو کې د جنډو پورته کېدل او وړې سیمه ییزې مېلې په کې شامل دي.

 

په نوي پیل کې په دې مېلو د پوهنې جشن هم ورزیات شو، چې یوه تشه سمبولیکه بڼه لري.

د پخوانیو مېلو له اوسنیو مېلو سره هم توپير په دې کې دی چې پخوانۍ مېلې سمبولیکې نه وې، بلکې یو ټولنیز ارزښت یې رامنځته کاوه، خو اوسنۍ مېلې سمبولیکې دي، کوم ټولنیز ارزښت نه رامنځته کوي.

ځینې کسان شاید فکر وکړي چې ګوندې د ټولنو اوسنی ساخت و ساز بدل شوی، شرایط بدل شوي او دغو مېلو او جشنونو ته نوره اړتیا نشته، خو خبره په اصل کې سرچپه ده، ځکه اوسني شرایط او ټولنیز ساخت و ساز لازیاته اړتیا د پخوانیو پسرلیو، جشنونو او مېلو راژوندي کولو ته لري. ځکه پخوا همدا پسرلي وو، چې د ولس او حکومتونو ترمنځ یې اړیکې ټینګولې، حساب او کتاب ته یې زمینه برابروله، ټولنیز باور یې رامنځته کاوه، مهمې مشورې، ژمنې او پرېکړې په کې کېدې او په رښتینې توګه د دموکراسۍ تمثیل یې کاوه، اوس هم زموږ ولس او حکومت سخته اړتیا لري چې اړیکې یې سره نږدې او پیاوړې شي، د دموکراسۍ رښتینی تمثیل وشي، باور پیدا او په عین حال کې مسوولیت مننه او ژمنه رامنځته او له هر چا سره له نږدې حساب او کتاب ته زمینه برابره شي.

ښه خبره به دا وي چې خلک او دولت پسرلي ته د وخت د یوه ارزښت په توګه وګوري او پخوانی ارزښت یې بېرته اعاده کړي.

افغان دولت باید د پسرلي په سر کې یوه ورځ د سترې غونډې لپاره وټاکي، په دې ورځ خلکو او استازو ته اجازه ورکړي چې هر څه ازاده وویلای او له حکومت او چارواکو سره حساب و کتاب وکولای شي. همدا راز حکومت په دې ترڅ کې د خلکو ملاتړ او ژمنې ترلاسه کړي او د نویو چارو د سمبالښت لپاره مسوولان ورته وټاکي.

د ولسوالیو په کچه د میر نوروزي دود دې هم بیا راژوندی شي او له دې میرانو دې د چارو په سمبالښت کې کار واخیستل شي.

 

همداراز په پسرلنیو مېلو کې دې د مهمو ټولنیزو کارونو د ترسره کولو لپاره د حشر دود هم بیا راژوندی شي.