پلمه ګري ماشومان

ډېری میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو له پلمو ستړي کيږي او له هغوی سره سخت چلند کوي. ماشومان هغه مهال پلمې جوړولو ته مجبوريږي چې په کوم کار کې له ناکامۍ سره مخ شي یا د خپلو احساساتو د څرګندولو توان ونه لري .

اروا پوهان وایي، ماشومان په دوه کلنۍ کې د بل هر وخت په پرتله ډېرې پلمې جوړوي.

د بېلګې په توګه، که یوه ورځ خواړه ونه خوري، تاسو په ډېرې مهربانۍ نور خواړه ورته چمتو کوی، خو په بله ورځ که بيا د خوړو له خوړلو ډډه وکړي، نو له هغه سره سخت چلند کوی. دغه اختلاف ماشوم له ناکامۍ سره مخ کوي .

د ماشوم په بد خلقۍ، لجبازۍ او پلمو جوړولو کې تر ټولو مهم ټکی، پر دې مسئلې باندې پوهېدل دي، چې دا چلند په بشپړه توګه ژر تېرېدونکی دی. هرکله چې د خپل ماشوم له پلمو جوړولو سره مخ کېږئ، نو لاندې تګلارې په پام کې ونیسئ.

۱ – ماشوم ته ډاډ ورکړئ، چې خبرې يې اوری.

۲ – د ماشوم پام په بله کړئ.

۳ – د ماشوم لجبازي او بد خلقي ښايي د لوږې، تندې او یا هم کومې نارغۍ له امله وي. دا مسئله مه هېروئ.