پنځه هغه خواړه چې غاښونه مو له منځه وړي

ژباړه: ډاکټر نيک محمد ويال

غاښونه د خداي په نعمتونو کې د انسان په وجود کې يو لوی نعمت دی. غاښونه پرته له دې چې د هضمې سېستم غړي دي، د انسان په ښکلا او شخصيت کې هم ډېر مهم رول لري. مصنوعي غاښونه هېڅکله نه شي کولی چې د طعبيي او اصلي غاښونو په ډول کار وکړي او يا د هغې ځای ونېسي. د طعبيي او اصلي غاښونو خرابوالی د سخت درد لامل کيږي، خوله بد بويه کوي، ښکلا باندې بد اغېز کوي او تر دې، چې که ناورغي شديده وي نو د مرګ سبب هم کيږي. د غاښونو ساتنه او خرابېدل تر ډېره په شخص پوري اړه لري. که چېرې د غاښونو په اړه له سره پاملرنه وشي، روغتيا او پاملرنه يې وساتل شي، نو له ردر به يې بې غمه وی او دغه د خدای ورکړه به مو ساتلي وي، خو چېرې ورسره بې پروايي وشي، نو په سترو ستونزو به مو اخته کړي.

په دې لېکنه پنځه هغه خواړه درته ښيو، چې له امله يې په کم وخت کې غاښونه خرابيږي او له منځه ځي.

۱- د خوږو او شرينۍ ژول Chewy candy: د ډېر وخت لپاره په خوله کې د خوږو شيانو او شرينۍ ژول د غاښونو د خرابېدو لامل کيږي. خواږه کولی شي، چې د غاښونو ترمنځ ذرې پاتې شي او دغه ذرې بيا د مضرو بکترياوو لپاره ښه خواړه دي. مضرې بکترياوې له دغه خواږو تعذيه کيږي او په خوله اسيد يا تيزاب توليدوي. اسيد او تيزابونه د غاښونو د خوسا کېدو، تورېدو، سوری کېدو او ميده کېدو سبب کيږي.

۲- د ليمو او نارنجو د کورنۍ مېوې Citrus fruit: ليمو، نارنج، مالټه او د دغه کورنۍ نورې ميوې په خپل جوړښت کې ډېر ويټامين سي لري او د وجود لپاره ګټورې ميوې دي. کله چې خبره د غاښونو د روغتيا پوري راځي نو دغه د ليمو او نارنجو د کورنۍ مېوې Citrus fruit بيا مضرې دې او په غاښونو کې د اسيدو او تيزاب د جوړېدو لامل کيږي.

۳- اچار Pickles: اچار چې د مختلفو ميو او سبزيو له يو ځای کېدو او ترکيب څخه جوړيږي، نو د غاښونو د روغتيا لپاره ښه خواړه نه دي. اچار کولی شي، چې د غاښونو ځلا او د مينا برخه (enamel) له منځه يوسي. که چېرې ځيني وخت له اچارو ګټه واخېستل شي نو تر ډېره مضر نه دي، خو که چېرې هره ورځ ورڅخه ګټه واخېستل شي، نو بيا ستونزې رامنځ ته کوي.

۴- چای او کافي Tea and Coffee: د ډېر چای او کافي څښل د غاښونو سپينوالی له منځه وړي او په غاښونو داغونه او لکې را پيدا کوي. که چېرې په ورځ کې څو ځلې له چای او کافي څخه ګټه اخېستل کيږي او يوازې په ورځ کې يو ځل غاښونه بورس کيږي، نو دغه دوه څښاکونه د غاښونو ښکلا درڅخه اخلي.

۵- ډېر يخ خواړه او څښاک Very Cold Food and Drinks: که چېرې ساده اوبه هم وي، خو چې ډېرې يخ وي، نو د غاښونو لپاره تواني دي. د خولې دننه محيط ګرم دی او غاښونه هم په همدې محيط کې دي، نو کله چې ډېرې يخې اوبه، جوسونه، پيپسۍ او نور څښاک وڅښل شي، د غاښونو د چاودېدو سبب کيږي.

يادونه: په بله لېکنه کې هغه پنځه خواړه درته په ګوته کوو، چې غاښونه مو ښايسته، غښتلي او روغتيايي ساتي.