پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په آخرت باندې د ايمان مفهوم، حكمتونه ، فردي او ټولنيز اهميت

آخرت د هغه ابدي ژوند نوم دى چې انسان د مړينې نه وروسته پيليږي.

آخرت باندې ايمان راوړل د اسلامي اصولو د جملې څخه شمېرل كيږي، په دې ورځ د قبرونو نه د ټولو انسانانو را ژوندي كېدل، د محشر په ميدان كې راټولېدل او په دنيا كې د خپلو كړنو او اعمالو په اړه د لوى ذات حضور ته ځواب ويل دي.

هغه كسان چې په الله ج او آخرت ايمان ولري د اسلام په نورو اساساتو باندې په اسانۍ سره ايمان راوړلى شي. دا ځكه چې آخرت او يا قيامت هغه ورځ ده چې د انسان دمحدودو حواسو لخوا نه محسوسيږي. يواځې د الله ج له لورې د وحې په واسطه موږ ته را ښودل شوې ورځ ده.

په اسلامي آکتابونو كې د آخرت په اړه راغلي دي چې الله ج انسانان په پخپل قدرت سره دې نړۍ ته د امتحان لپاره رالېږلي دي. پدې نړۍ كې انسان خود مختاره شوى دى. د الله جل له لورې ورته نور ټول مخلوقات تابع شوي دي تر څو د هغه ذات ج په رضا سره سم ژوند وكړي. انسان ته دا هم ويل شوي دي چې په دې نړۍ كې يې ژوند فاني دى. له مرګه وروسته به د قيامت په ورځ بېرته ژوندى كيږي او په دنيا كې د خپلو كړنو او اعمالو په اړه به لوى الله ج ته ځواب وايي. د قيامت ورځ د انسانانو د ايمان، نېكو اعمالو او با سعادته دنيوي ژوند په پايله كې د جنت زېرى وركول كيږي. بې ايمانه او بد عمله انسانان بيا دوزخ ته لېږل كيږي.

۱په بشري ټولنه كې كه چېرې په آخرت باندې د ايمان راوړلو مجبوريت نه واى نو انسانانو به د حلال او حرامو ترمېنځ توپير ته پارملرنه نه كوله. دا ځكه چې دوى پوهېدل چې پدې اړه به ورسره حساب نه كيږي. د حساب د ورځې په توګه اخرت د ټولې بشري ټولنې لپاره په حقيقت كې يو نعمت دى. د مسلمان لخوا د ښو او بدو، پاك او ناولي، ښايسته او بدرنګ په څېر د دنيوي شيانو ترمېنځ توپير او تفكيك اسانه كيږي. د همدې امله په اخرت باندې ايمان راوړل د الله جل جلاله په كتاب باندې د ايمان راوړلو هومره مهم دي.

۲ـ د فردي او ټولنيز ژوند په ډګر كې په اخرت باندې ايمان راوړل هم ځانګړى اهميت لري. په اخرت باندې ايمان لرونكى شخص په هېڅ دول په دې دنيا كې نه ناامېده كيږي.

دا وګړى د ايمان د قوت سره د هر ډول دنيوي مصيبتونو پر وړاندې خپل ټټر مخكې كوي او پدې ښه پوهيږي چې ټول مصيبتونه د لوى الله ج له لورې دي.

د بله پلوه په اخرت باندې ايمان لرونكى په هېڅ ډول له مرګه وېره نه لري. ځكه چې په دې پوهيږي چې له مرګه وروسته ژوند شته دى او هغه ژوند ابدي دى.