په ارزګان او زابل ولایتونو کې شاوخوا پنځوسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه بهرینو ځواکونو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور یې  ټپیان کړي دي.

ددغه ولایت ځایې سرچینې وايي چې بهرنیو ځواکونو دغه شپني او هوايي بریدونه تېره شپه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په حرم شاه نوم سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یو پټن ځای تر سره کړي دي.

ځایې سرچینې زیاتوي چې په وژل شویو وسله والو طالبانو کې یو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا د بهرنیو ځواکونو شپني عملیات مني، خو د وسله والو طالبانو د مرګه ژوبلې په اړه ناخبري ښي.

د یو بل خبر له مخي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن يحی علوي رسنیو ته ویلي، ملي اردو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملياتو کې چې د زابل په شملزو او د ارزګان د مرکز ترينکوټ په ګډون د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې تر سره کړي ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

صفت الله محبت