ددې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي ، برید وسلوالو طالبانو تیره شپه د چنارتو ولسوالۍ په یوه پوسته کړی چي پر مهال یې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد نن رسنیو ته ویلي په دغه نښته کي یو پولیس او ۳ وسلوال طالبان وژل شوي.
په نښته کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.