پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په ارزګان ولایت کي هوایې بریدونو ۲۳ وسلوال طالبان وژلي

ددې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ولایت کي د افغان ځواکونو په هوایې بریدونو کي ۲۳ دولت ضد وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي رسنیو ته ویلي ، دغه بریدونه افغان ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ اړوند د اختر کلي کې د وسله ‎والو طالبانو پر يوه مرکز تر سره کړي چې پر مهال یې ۱۷ وسله ‎وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

په دغو بریدونو کي طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له ‎منځه وړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخي تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ  اړوندو کي هم افغان هوايي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو پر پټن‎ ځای بریدونه کړي چې پر مهال يې ۶ وسله‎ وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت