پنجشنبه , 28 مارچ 2024

په اروزګان کې دیو قومندان په ګډون ۲۱ وسله والو وژل شوي

اروزګان د ۲۰۵ اتل قول اردو رسنیو ته په رااستول شوې خبرپاڼه کي راغلي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ او ملي پولیسو په ګډو جگړه ایز او چاڼیزو عملیات تر سره شوي دي.

د خبرپاڼې له قوله دغه عملیات د اروزگان ولایت ترینکوت په اطراف کي د شاه منصور تپه او سوله په ساحه کي ترسره شوي دي.

خبرپاڼه لیکي چي د دغه عملیاتو په ترڅ کي د امیر محمد په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چي په عملیاتو کي د عبدالباري په نوم یو قوماندان ټپی شوی دی او یو عراده موتر وسایط او یو میله دهشکه گاه هم تخریب شوې ده .

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.