په اسلام او ټولنه کي د نشيي توکو زيانونه (۲) برخه

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :

۸ : نشه  کول د الله  پاک او د رسول الله صلی  الله عليه  وسلم نافرماني ده .

۹ : نشه  کول د ستر او تاريخي دُښمن شيطان  خوشحاله کول او دهغه  سره دوستي کول دي .

۱۰ : نشه کول له انسان څخه د حياء او شرم صفت ختموي .

کله چي له انسان څخه شرم او حياء لاړه، بيا د هيڅ پرواه نه کوي او په ډول ډول گناهونو کي مُبتلاء کېږي او همدا راز بيا له سوال کولو او غلاوو هم مخ نه اړوي .

۱۱ : نشه د انسان د کورنۍ په ژوندانه، تعليم او اخلاقو ټولو ناوړه او اغيزناک اثر کوي .

۱۲ : نشه كول د حافظې د کمزورۍ او د نسيان او هيري د ډېروالي  لامل دی .

۱۳ : مخدره مواد د ساه بندئ مرض پيداکوي .

۱۴ : د سينې ډېر ډول ناروغۍ ترې پيدا کيږي .

د سينې د حساسيت مرض له مخدره توکو څخه په عمومي توگه او  له مورفينو،هيروئينو او چرسو څخه په خصوصي توگه پيدا کېږي .

همدا راز ټوخی ترې پيدا کيږي, بلغم ترې پيداکيږي .

۱۵ :  نشه کول د بې روزگارۍ او بې کارۍ ستر لامل دی .

کار کول ور ته گران وي او څوک کار هم نه ور کوي ځکه اعتبار پرې نه کېږي .

۱۶ : مخدره  مواد استعمالول د انسان په هضمي طاقت اثر کوي او د خوراک هضمول ور ته گرانېږي .

۱۷ : نشه د ټي بي يا نري رنځ د پيداکېدو لامل گرزي .

۱۸ : وينه وچوي .

۱۹ : د سرطان يا کېنسر د ناروغۍ لامل دی .

۲۰ : نشه کول د زړه د مختلفو ناروغيو لامل دی، لکه د زړه درېدل، د زړه د والونو سختېدل او د ويني د فشار  لوړوالي .

نور بيا …