پنجشنبه , 25 اپریل 2024

په افغانانو کې د اسې باهمته خلک پکار دي کيسه ولولئ !

 

د غره سړی

په دې انځور کې تاسو يو د پوخ عمر سړی وينئ ، دايو هندی دی او ډاشرت منجي Dashrath Manjhi نوميږې ، دی په هند کې ديوې لرې پرتې سيمي اوسېدونکی دی ، يو وخت يې په يو ه پېښه کې ښځه سخته ټپي شوه د ده دکلي او ښار ترمنځ اويا کيلوميټره کږه وږه لار غځېدلې وه په مناسب وخت امبولانس راونه رسېد او مېرمن يې دبي وسی په حالت کې د ده په مخکي مړه شوه .

دي پېښې منجي ډېر ودرداوه او له حکومت نه يې وغوښتل چې د دوی دکلي او ښار ترمنځ په پراته غره کې سورنګ جوړ کړي ، څو په اينده کې د داسې پيښومخه ونيول شي ، خو حکومت يې غوښتنه بابيزه واچوله ، اخر دې هندي بېچاره بزګر له ځانه سره پرېکړه وکړه چې داکاربه پخپله کوې څو خپل کلی اوسيمه په راتلونکي کې له داسې پيښو وژغوري ، کولنګ بېل او نور ضروري سامان الات يې برابر کړل او په غره کې دسورنګ جوړولو ته يې ملاوتړله ، کليوالو او دسيمې ټولو خلکو به ورته خندل او پوزخند به يې پرې کاوه ، او ويل به يې چې دښځې له مرګ وروسته ليونی شوی دی ، او عقل يې له سره کډه کړې ده .

منجي اکا په دې غره کې 22کاله په پرلپسې توګه کار وکړ يعنې ( له 1960 تر 1982) دو ه ويشت کاله يې د غره له تورو پرښو او کمرونو سره ډغرې ووهلې ، له سهاره ترماښامه يې يواځې په خپل کولنګ او بېل نه ستړي کېدونکی کار وکړ ، نور يې هېڅ وسايل اوهېڅ مرستندوی نه لاره يو ټينګ هوډ او په ذهن کې يې دخپلې ګراني مېرمني هغه حالت انځور و چې په ډېره بي وسې سره ېې د ده په مخ کې سا ورکړه ،

اخر په دي بريالی شو چې په غره کې يې 110متره اوږد سورنګ جوړکړ چې 9 متره يې سور او 7متره لوړ و ، په دې توګه د ده دکلي اوښار ترمنځ لاره اوه کيلوميتره شوه او مخکي اويا کيلومتره وه ، اوس نو د ده دسيمي ماشومان  د ښار مکتبونو ته تللی شوی او دکومي پيښې په مهال امبولانس هم په مناسب وخت کې ورته رارسېدلی شوی ،

منجی اکا اوس په سيمه کې دغره په سړي سره شهرت لري ، خلک اوسيمه يې ټول اوسپنيز هوډ او پخې ارادي ته سلام کوي ، زموږ دهېواد کنډ کپرې لارې او کنډواله حالت د منجي اکا په څېر داوسپنيز عزم اونارينه ارادو خاوندان رغولی او ودانولی شي د پرديو ډالر دځانګړو موخو له پاره ځانګړو جيبونو ته روان وي ، او نه مو په پرديو خيراتونو ښمر شوی او نه به وشي . يواځي دمنجي اکا فارمول کارګر ثابتيدلی شي اوبس .

حامد افغان