په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان وايي په طالبانو به مذهبي او ټولنیز فشار زیاتوي

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي په طابانو به مذهبي او ټولنیز فشار تر څنګ سیاسي او نظامي فشار هم پر ځای ساتي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډینفورډ هم کابل ته راغلی دی.

نیکلسن زیاته کړه چې افغان حکومت به د اندونیزیا په څېر ستر اسلامي هیواد او نورو علماو سره د افغان جګړې په اړه خبرې کوي.

( په طالبانو به مذهبي او ټولنیز فشار هم زیاتوو څو دغه ډله سولې خبرو ته کښیني.)

بلې ډډې ته د امریکا د بحري قواو پخوانی قوماندان جیمز کانوي بیا خبرې د افغان ستونزې تر ټولو د حل ښه لار ګڼي.

نوموړی وايی پکار ده طالبان هم د افغان ولسمشر د سولې وړاندیز ومني.

زه هیله مند یم چې پوځي او سیاسي فشارونه به وکولی شي سولې ته لار لنډه کړي،خو له نظامي فشار د سولې خبرې غوره دي.)

دغه راز د امریکا یو شمېر نور پخواني جنرالان هم د افغان کشالې په اړه مختلف نظرونه لري.

ځینې یې د امریکا نوې ستراتیژي بریالۍ ګڼي،خو ځینې بیا د جګړې پر ځای خبرې غوره ګڼي او له طالبانو هم غواړي چې دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا هیله وښوده چې طالبان د ولسمشر وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.

جمشید ملکزی