سه شنبه , 23 اپریل 2024

په افغانستان کې کاغذي پيسې څنګه رامنځته شوې؟

ژباړه: محمدحامد اکبري

له ننه ۷۹ کاله وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) بنسټ کېښودل شو او د همدې کال د ليندۍ پر شپږ ويشتمه نېټه يې نوې پيسې چاپ کړې، د کاغذي پيسو په چاپ سره چې د لومړي ځل لپاره د ستر غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپ شوې د افغانستان پيسې نوې پړاو ته داخلې شوې. دا چې افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې و چې د پاچاهانو او مشرانو په بدلون سره يې پيسې هم بدلېدې نو ځکه خو مو وغوښتل د کاغذي پيسو رامنځته کېدو ته لنډه کتنه وکړو.

د غازي امان الله خان د واکمنۍ پړاو

لومړنۍ کاغذي پيسې (بانکنوټ) د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۸ لمريز کال کې د غازي امير امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د يوې کابلۍ روپۍ په ارزښت چاپ شوې، د دې پيسو په ښي اړخ د افغانستان د حکومت نښان ( محراب او منبر) په منځنۍ برخه کې يې د اماني حکومت نښان او په کيڼ اړخ يې د ( یک روپیه کابلی) فاړسي متن ليکل شوی و. د دې پيسو په لاندينۍ برخه کې ليکل شوي.« در جمع خزانه های دولت، نوت هذا به مبلغ مندرج اش منظور است».

يو کال وروسته همدا کاغذي پيسې بيا چاپ شوې؛ خو په رنګ او پرلپسې ګڼه کې يې بدلون راغی؛ بل کال بيا هم يوه کابلۍ روپۍ خو پرته له پرلپسې ګڼې چاپ شوه.

په هماغه کال د ۵، ۱۰ او ۱۰۰ کابلي روپيو ځانګړي بانکنوټونه چاپ شول چې تر ۱۳۰۴ لمريز کال پورې د چلښت وړ وو. په ۱۳۰۴ لمريز کال په افغاني پيسو کې ځينې بدلونونه رامنځته شول، له دې نېټې وړاندې د افغانستان په هره برخه کې د ميزان او اندازې بېلابېل واحدونه رواج وو، د کابل من ( اوه کيلو) د افغانستان له نورو هغو سره توپير درلود او دې توپير د خلکو لپاره ګڼې ستونزې پيداکړې وې. هغه اصلاحات چې رامنځته شول د افغانستان د وزن او اندازې دوديز ډول پکې متريک سيستم ته واوښت او له دې نېټې وروسته هغه وخت و چې د افغانستان پولي واحد له «روپيه» څخه «افغانۍ» ته بدل شو. تر ۱۳۰۷ لمريز کال پورې چې د اماني دورې د عمر وروستنۍ ورځې وې، د ۵ افغانيو پنځه ډوله، د ۱۰ افغانيو دری ډوله او د ۵۰ افغانيو دوه ډوله نور بانکنوټونه چاپ شول. د دې کاغذي پيسو ليکنې چې تر دې وړاندې يوازې فاړسي وې دريو ژبو فاړسي،پښتو او فرانسوي ته زياتوالی وموند؛ همدارنګه د اماني دورې په ځينو کاغذي پيسو د هرې پيسې ارزښت د فاړسي او پښتو سربېره په ازبکي او اردو ژبو هم ليکل شوی و.

د حبيب الله کلکاني د واکمنۍ پړاو

د حبيب الله خان کلکاني په حکومت کې نوې پيسې خپرې نه شوې او هماغه د امان الله خان د وخت پيسې د نوي پاچا له ځانګړي مهر سره بيا ځلې په جريان کې ولوېدې.

د دې پيسې په مخکينۍ او شاتنۍ برخه دری ډوله مهرونه لګېدلي، هغه پيسې چې پر مخ يې د حبيب الله کلکاني نښان لګېدلی د ۵ افغانيو، ۱۰ افغانيو ۵۰ افغانيو او دری ډوله يوه کابلۍ روپۍ هماغه د اماني دورې کاغذي پيسې دي.

د ظاهر شاه واکمني او د ملي بانک جوړېدل

په ۱۳۱۲ لمريز کال ظاهر شاه واک ته ورسېد او يو کال وروسته هم د ۳۵ مېليونو افغانيو پانګې په ارزښت د افغانستان ملي بانک بنسټ کېښودل شو. د دې بانک له تأسيس سره سم د ظاهر شاه د دوران لومړۍ پيسې نشر شوې . داپيسې د ۲،۵،۱۰،۲۰،،۵۰ او ۱۰۰ افغاني واحدونو کې نشر شوې او د هغه عنوان له « دولت عليه» څخه « دولت شاهی افغانستان» ته واوښت.

په ۱۳۱۸ لمريز کال افغاني پيسې نوي پړاو ته داخلې شوې، په دې کال د عبدالمجيد زابلي په وړانديز « د افغانستان بانک» بنسټ کېښودل شو او د دولت پانګه له ملي بانک څخه دې بانک ته ولېږدول شوه.

د ۱۳۱۸ لمريز کال د سلواغې پر شپږويشتمه نېټه دې بانک د لومړي ځل لپاره د ۲،۵،۱۰،۲۰،۵۰،۱۰۰،۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانيو واحدونه چاپ کړل.

 

د دري ژبې ليرې کول

په دې پړاو کې هم د تېر په څېر مهم بدلونونه رامنځته شول، داسې چې د پيسو پر مخ د پاچا تصوير هم ور زيات شو او د پيسو له مخه دري ليکنې ليرې شوې چې دا کړنلاره لاهم هماغسې پاتې ده، په ظاهرشاهي پړاو کې د « دولت شاهی افغانستان» د عبارت پر ځای « د افغانستان بانک» عبارت وليکل شو.

په ۱۳۲۷ لمريز کال کې دويمي ځل له يو لړ بدلونونو سره بانکنوټونه چاپ شول. په ۱۳۴۰ لمريز کال د درېيم ځل او په ۱۳۴۶ لمريز کال د څلورم ځل لپاره ظاهرشاهي بانکنوټونه چاپ شول.

د داوود خان دحکومتولۍ پړاو

کله چې په ۱۳۵۲ لمريز کال داوود خان واکمنۍ ته ورسېد نو د پيسو په چاپ کې ځينې مهم بدلونونه رامنځته کړل، د شاهي نښان پر ځای جمهوري نښان ور زيات شو او د کاغذي پيسو پر مخ د ظاهر شاه د تصوير پر ځای د داوود خان تصوير وټاکل شو.

د جمهوري دورې په پيل (۱۳۵۲ کال) کې په يو ځلي ډول او د يو پلان په چوکاټ کې د ۱۰،۲۰،۵۰،۱۰۰،۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانيو بانکنوټونه په بېلابېلو رنګونو کې چاپ شول.

د کمونيستانو د حکومتولۍ پړاو

د کمونيستې حکومت پر مهال د خلق او پرچم ګوندونو هم د افغانستان په کاغذي پيسو کې پراخه بدلونونه رامنځته کړل.

په مخکينيو دورو کې د هر حکومت په بدلېدو سره به د پيسو پر مخ د حاکم يا پاچا تصوير لګېده؛ مګر د کمونيستي حکومت تر ټولو لوی بدلون د پيسو له مخه د پاچا يا حاکم د څېرو ليرې کول وو، د هغه پر ځای د کارګرۍ لکه صنعت او کرهڼې سره تړلي تصويرونه د پيسو پر مخ زيات شول.

د خلقيانو ( نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين) د حکومتولۍ پر مهال په ۱۳۵۷ لمريز کال د «خلق» حکومتي نښان د پيسو پر مخ ولګول شو؛ خو د پرچميانو له راتګ سره په ۱۳۵۸ لمريز کال د لومړي ځل لپاره د افغانستان د مرکزي بانک رسمي نښان ( د افغانستان بانک) د پيسو پر مخ د حکومتي نښانونو ځای ونيو.

دا کړنلاره په نورو پړاوونو کې هم همداسې پاتې شوه او تر دې مهاله د افغانستان د مرکزي بانک رسمي نښان د بانکنوټونو پر مخ ليدل کيږي. د کاغذي پيسو کوچني کېدل د کمونيستي حکومت يو بل بدلون و چې د پيسو په برخه کې رامنځته شو.

د مجاهدينو واکمني

په افغانستان کې د مجاهدينو له واکمنېدو سره بيا هم د پيسو په بڼه کې نه يواځې بدلونونه رامنځته شول؛ بلکې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې يې ارزښت په بې ساري ډول راټيټ شو.

د پيسو د ارزښت ټيټوالی او له پشتوانې پرته د پيسو چاپ په بازار کې د پيسو د حجم د زياتوالي سبب شو چې په پايله کې يې د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ افغانۍ بانکنوټونه هم د لومړي ځل لپاره د کاغذي پيسو له ډلې سره يو ځای شول.

د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال څرنګه چې د افغانستان بېلابېلې برخې د بېلابېلو ډلو له لوري اداره کېدې، واحدې پيسې هم خپل ځای دوه ډوله پيسو ته چې د ارزښت له پلوه هم متفاوتې وې پرېښود.

د هغه پيسو سربېره چې د برهان الدين رباني د حکومت له لوري په کابل کې خپرېدې، د جنرال دوستم په مشرۍ نظامي ډلې چې د هېواد په شمالي برخو کې يې واک درلود په هماغه بڼه او رنګ پیسې خپرولې او بازار ته يې وړاندې کولې چې په بازار کې د «دوستمي» پيسو په نوم پېژندل کېدې او د کابل د پيسو په پرتله يې لږ ارزښت درلود.

خلکو به دا پيسې د ډېرو کوچنيو بدلونونو لکه د رنګ په برخه کې شته تېروتنې او پرلپسې

ګڼې له مخې پېژندې. د مجاهدينو د دورې پر مهال کله چې د پيسو ارزښت راولوېد نو سکه هم د پيسو له جريان بهر شوه.

د حامد کرزي د حکومتولۍ پړاو

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ پيسې چاپ نشوې او هماغه د مجاهدينو د وخت پيسې د چلښت وړ وې؛ له طالبانو وروسته د حکومت په لومړي کال هم هماغه د مجاهدينو د دورې پيسې رواج وې

تر ټولو لوی ګام چې په نوې دوره کې د پولي ثبات او انفلاسيون د کنټرول په موخه واخيستل شو، د پخوانيو پيسو راټولول او د نويو پيسو چاپېدل وو.

په دې دوره کې هره نوې افغانۍ له زر افغانيو سره بدله شوه، دې کار د انفلاسيون له کنټرول او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له زياتوالي سره ډېره مرسته وکړه.

د يوې، دوه او پنځه افغانيو په ارزښت بانکنوټونو چې د مجاهدينو له واکمنۍ راپدېخوا د پيسو له جريان وتلي وو بېرته رواج وموند؛ خو د پنځه زره او لس زره بانکنوټونه د پيسو له جريان بهر شول. د دې دورې په کاغذي پيسو کې د لومړي ځل لپاره ځلېدونکې ‌ټوټې او هولوګرام ګرافونه د جعل د مخنيوي په موخه د پيسو پر مخ ور زيات شول.