چهارشنبه , 24 اپریل 2024

په افغان ادارو کې د مفاهمې ستونزه

ليکوال : تاج محمد تمکین

د اړیکو مدیریت یو د هغو مهمو برخو نه دی چې نه یواځې دا په ټولنیز روزمره ژوند کې اهمیت لري بلکه په اداره کې خو اړیکې انتهایی ضروري او اړینې دی چې په ښه توګه باندې ترسره شي. که وګورو د افغانستان په اکثره ادارو کې اړیکې د کارمندانو ترمنځ په جنجالي شکل دوام لري او همداشان د ادارې هغه اداب او نزاکتونه چې په اړیکو کې باید مراعات شي نه مراعاتیږي او نتیجه یې د ادارې د اهدافو په تعقیب کې د خنډونو رامنځته کول وي.

زمونږ د هیواد په اکثره ادارو کې که وګورو ټیټ پوړي مامورین په جګپوړو مامورینو پسې خبرې کوي او همدا شان پیاده ګان یا مستخدمین بیا اکثره وخت په ټولو مامورینو پسې خبرې کوي، که د ستونزې عمق ته ځیر شو نو ددې ټولو لامل اکثره د ادارې اړوند اشخاصو تر منځ د اړیکو ناانډولتوب دی چې پایله یې په رواني لحاظ د انساني شخړې باعث کیږي، البته دا شخړه داسې نه وي چې د ادارې کارمند دې یو بل سره لاس او ګریوان شي بلکه دا شخړه په معنوي لحاظ د اداري اهدافو په تعقیب کې د خنډ باعث ګرځي.

که رییس د خپل کارمند سره په سمه توګه خبرې وکړې، په مسکا او خندا سره ورسره اړیکه نیسي دا ددې باعث کیږي چې متقابل شخص نوموړي ته د شخصیت په توګه باندې قایل شي په دې مانا چې په خپله خوښه یې رییس ته په زړه کې قدردانی او محبوبیت پیدا کیږي او همدارنګه کوشش کوي چې تر حده زیات د رییس خدمت وکړي، دا نو بیا زمونږه ټولنیزه جدا ستونزه ده چې دلته په اداره کې د لوړ او ټیټ تر منځ ښو اړیکو ته د تملق او چاپلوسئ په نظر هم کتل کیږي خو ددې لید په پایله کې باید څوک د چا سره بد اخلاقي ونکړي، مانا دا چې د جګپوړو مدیرانو ښه اخلاق باید د هغوی لپاره دردِ سر جوړ نشي او دا مانا ترې وانخستل شي چې ولا دا په مدیریت نه پوهیږي، یا هم ټیټ پوړي مامورین ورسره بداخلاقي وکړي، ددې ښه بیلګه د افغانستان په ادارو کې لیدل کیږي. د اړیکو مهمه برخه د پیغام رسول دي، یانې لیږونکی په کومه ښه طریقه اوریدونکي یا ترلاسه کونکي ته پیغام ورکړي او هغه نه په کومه ښه طریقه بیرته غبرګون ترلاسه کړي چې د اړیکو د مدیریت هدف هم دا دی.

زما په شخصي نظر چې اداره کې کارمند یا پیاده مقرریږي درې یا څلور ورځې باید ورته د اړیکو او مفاهمې تریننګ ورکړل شي تر څو هغه په دې پوه شي چې اداري نزاکتونه څه ته وایي، اداري اخلاق څه ته وایی، د پیغام ځوابول په کلي کور او اداره کې فرق لري او همدا شان په اکثره نورو مواردو کې چې د ژوند او وخت د تریخوالی باعث ګرځي باید تریننګ ورته ورکړل شي تر څو د ادارو اړونده اشخاص په دې پوهه شي چې د اړیکو د ښه ترسره کیدو له برکته یې ژوند شیرین کیدای شي. دلته که په اداره کې رییس خپل مامور ته رسمي کار لپاره هم څه وایی په هغه د توپک ډز لګیږي، که پیاده ته کارمند کوم کار سپاري نو بد خو پرې لګیږي لګیږي بلکه کیدای شي تر شا یې کارمند ته سپکې سپورې هم ووایی، هغه کار به هم ترسره کړي او انکار به ونکړي خو په داسې انداز کې به یې ترسره کړي چې زړه تورن انداز به وي، مثلا که مستخدم یا پیاده ته وویل شي چې کاغذ راوړه، چای راوړه یا بل څه نو په اول کې به داسې برګ درته وګوري لکه په توپ دې چې ویشتی وي.

دا ټول د اړیکو د مدیریت د نه پوهاوي ستونزه ده چې په افغانستان کې شتون لري، نه خو مشران په دې غم کې وي چې د لاندې کارمندانو تر منځ دې سمې او صمیمانه اړیکې وجود ولري او نه هم کشران د خپل وخت د ښه تیرولو په خاطر په دې باره کې څه توجه کوي.

اکثره ادارو کې د پیاده ګانو او ټیټو کارمندانو خپلو مشرانو مدیرانو ته داسې غصه راځي فقط چې دا معاش ددوی له شخصي جیبه یا کوره اخلي، د لوریینې حس پکې ډیر کمزوري وي او د خپل مشر مدیر د غیبت چانس خو هیڅ وخت نه میس کوي. د ټیټو مامورینو همیشه فوکس دا وي چې څنګه وکولای شي خلکو ته د خپلې ادارې مشر سپک، ناپوه او بدمعاش ښکاره کړي. د مفاهمو د اصولو د نه مراعات له وجې په دفترونو کې د کارمندانو ترمنځ هره ورځ همدا بحث وي چې ولا پياده ګانو نه پلاران جوړ شوي دی، ټیټو کارمندانو نه پلاران جوړ شوي دي او یا ټیټ په جګو مدیرانو پسې وایی چې دفتر نه یی بیخي شخصي حجره جوړه کړېده ، عجیبه رشخن حکومت دی ماشومان په جګو بستونو او لوړو معاشونو مقرروي. ځینو ادارو کې په دفتر کې مدیر سره میلمانه ناست وي او پیاده ګان یا ټیټ پوړي مامورین دومره بداخلاقه شي چې هغه مدیر خپلو میلمنو ته خجالته شي، افغان ادارو کې یوه عامه ستونزه دا ده چې دلته هر پياده او هر کارمند د یو زورواکي سره تړلی دی او څوک یې د اصلاح پخاطر له ډاره ګام هم نشي اخستلای. که څوک د اصلاح کوشش کوی نو د سرکاسه کې ورته اوبه ورکول کیږي.

یو ملګری قیصه کوي وایی د کوم والی دفتر ته لاړو، پیاده چای راووړ، مونږ ته یې شرینک په قاب کې کیښودل، او یو چاکلیټ یې د قاب نه جیګ کړ والي طرف ته یې خطا کړ او ورته یې وویل، هن واخله. ملګری وایی والی بیچاره داسې شو لکه قیامت چې پرې راغلی وي.

د مفاهمې د اصولو بغاوت یو لامل په اداره کې د خپلوانو مقررول هم دي، خپلوان هیڅکله په افغان ادارو کې د خپلوان څخه حیا نه کوي او کورنئ ستونزې او شخړې بیا دفتر کې هم پالی.

سیاسي حمایت بل هغه څه دی چې د افغان ادارو د کارمندانو ترمنځ د اخلاقو د نه مراعت او نه حیا باعث کیږي او بداخلاقه کس په خپله سیاسي حمایه دومره ویاړي چې په ترڅ کې یې د خپل رییس بې عزتي هم کوي.

د ادارې د اهدافو د ترلاسه کیدا او ښه ترسره کیدو په خاطر ضروري ده چې د اړونده اشخاصو تر منځ یې مفاهمه او اړیکې په ښه توګه ترسره شي چې د نورو ادارو لپاره دغه اداره یوه بیلګه وګرځي.

اداری مفاهمه په دوه ډولونو باندی ویشل شوی دی چی یو یی

۱—رسمی مفاهمه ،

۲— غیری رسمی مفاهمه ده.

په رسمي او غیر رسمي مفاهمو ټولو کې انتهایی د اخلاقو او ښه روِش اړتیا لیدل کیږي، رسمي مفاهمه که شفاهي وي یا مکتوبي باید دداسې کلماتو څخه پکې کار واخستل شي چې په مقابل جانب بد تاثیر ونکړي او هغه په ډیر صمیمیت سره دا محسوس کړي چې مثبت غبرګون وښیی، غیر رسمي مفاهمه هم که شفاهي وی یا کتبي باید په داسې شکل ترسره شي چې په ژوند کې د تریخوالي د رامنځته تګ باعث نشي.

لنډه دا چې که واقعا هم په اداره کې په مفاهمه او اړیکه کې انساني اخلاق او مدیریتي اصول مراعات شي نو هیڅ شک نشته چې د ادارې اړونده اشخاصو باندې به وخت هم ښه تیرشي، د سازمان اهداف به هم ښه ترلاسه شي او حتی په ټولنه کې به ددغه اشخاصو ترمنځ غیررسمي شخصي اړیکې هم ډيرې صمیمي شي.