په امريکا کې چرګو واسکټونه واغوستل

ژمي به په تاسې هم درنې او پنډې جامې اغوستې وي، خو په امريکا کې يې دومره يخ جوړ کړی دی چې اوس چرګو هم واسکټونه اغوستي دي

د چرګو له‌پاره لومړی واسکټ په بوسټن کې يوې ښځې خپلې جرګې ته جوړ کړ او اوس په ټولو هغو سيمو کې چې يخ په‌کې زيات دی، چرګې په واسکټونو کې ګرځي.

دغې ښځې رسنيو ته ويلي دي چې د دوی په سيمو کې په دغو شپو ورځو کې د چرګو د کوڅرو بڼکې لوېږي او دا چې يخ هم زيات دی، نو د وزرو پر ځای يې اوس چرګو ته واسکټونه وراغوستي دي.

دا وايي، له دې سره چرګو هګيو ته هم زور ورکړی دی او هره ورځ يوه يوه هګۍ اچوي.

په دې سربېره اوس په سيمه کې د نادارو ښځو هم کار جوړ دی، تمامه ورځ ناستې وي چرګو ته واسکټونه جوړوي او پيسې ګټي.

سرخط ورځپاڼه